Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2023

Новости за 01.02.2023

Pa.azadiradio.com 

هندوستان د شلو اورونو په لوبلړۍ کې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه

د کوربه هندوستان او نیوزیلنډ ترمنځ درېیمه شل اوریزه سیالي هند د ۱۶۸ منډو په توپیر وګټله. هند د شوبمن ګیل د سلیزې پر مټ د ۲۳۵ منډو هدف وټاکه، چې نیوزیلنډ یې په ځواب کې یوازې ۶۶ منډې وکړې. د هند په توپ وهونکو کې شوبمن ګېل په ۶۳ توپونو ۱۲۶ منډې وکړې چې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې یې دا لومړۍ سلیزه وه. د نیوزیلنډ توپ وهونکو د هندي توپ اچونکو پر وړاندې ښه لوبه ونه کړای شوه او یوازینی مخکښ توپ وهونکی یې ډیري مېچل و چې ۳۵منډې یې وکړې. د هند لوبډلمشر هاډیک پانډیا په دې لوبه کې ۴، ارشدیپ سینګ، عمرام ملک او شېوام ماوي دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

Pa.azadiradio.com 

د ایران د فردوسي پوهنتون له لسو زیات استادان له دندو ګوښه شوي

د ایران د مشهد ښار په شمال لوېدیځ فردوسي پوهنتون کې د محصلانو له اعتراضونو وروسته له لسو زیات څخه استادان له دندو ګوښه شوي دي. په ایران کې اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې ۲۲ کلنې مهسا امیني د ایران د ګشت ارشاد پولیسو په توقیف کې د تېر کال سپمټبر میاشت کې ساه ورکړه. د راپورونو پر بنسټ، د محصلانو د حقونو او د هغوي نه د ملاتړ په وجه تر یولسو زیات استادان له دندو لرې شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

اذربایجان کې ایران ته د جاسوسۍ په تور ۴۰ کسان نیول شوي

د اذربایجان د کورنیو چارو وزارت د هغو څه باندې ۴۰ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی چې ګمان کېږي د ایران د جاسوسۍ د شبکې غړي دي. ویل شوي چې دې شبکې د مذهب په نوم د ایران په ګټه تبلیغ کاوه. د اذربایجان د کورنیو رسینو د راپورونو پر بنسټ، یاد کسان په باکو او نورو ښارونو کې نیول شوي دي. تهران تر واوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ د کم عمره ځوانانو لوبډلې ۳۰ کسیزه نوملړ وټاکه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په یوه خبرپاڼه کې د هغو دېرشو ځوانانو نوملړ خپور کړی دی چې د دوی په وینا تر نولسو کلونو د کم عمره ځوانانو ملي لوبډله به ترې وټاکل شي. کرکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د نولس کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې لومړنی تمریناتي کمپ بشپړ شو او د دویم کمپ لپاره یې ۳۰ غوره لوبغاړي غوره کړي دي. د خبرپاڼې د جزیاتو له مخې چې په ټاکل شویو لوبغاړو کې احمدالله، اکرم، علي احمد، اصف محمد، بشیر احمد، فهیم، فرهاد عثماني، فریدون، ګلزار، حمزه، حسن عیسی خېل، هدایت، حزب الله درانی، جمشېد،... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پکتیا انځورګران او خطاطان د هنرونو پرمختګ غواړي

د افغانستان د پکتیا انځورګران، خطاطان او نور هنرمندن په هغه ولایت کې د هنرونو پرمختیا ته د پاملرنې غوښتنه کوي. هلته په پکتیا کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي، د هنر د ودې هڅې کوي. ویډيويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

راشدخان اوس هم د نړۍ په کچه لومړی نمبر توپ اچونکی دی

د افغانستان کرکټ د شلو اورونو لوبډلمشر راشدخان د کرکټ نړیوالې شورا په اعلان شوې درجه بندۍ کې لا هم په لومړي مقام کې دی. خان چې ډېره موده دا مقام له لاسه ورکړی و، له تېرو دوو میاشتو راهیسې یو وار بیا د شل اوریزو سیالیو تر ټولو توپ اچونکو مخکښ دی. د نوموړي د درجه بندۍ نومرې ۶۹۸ دي او د سریلانکا له توپ اچونکي وانیندو هسرنګا څخه یې یوازې درې نومرې زیاتې دي. په دې درجه بندۍ کې د افغانستان بل ورو توپ اچونکی مجیب الرحمن بیا په اتم مقام کې ځای لري. د یادونې وړ ده چې راشدخان اوسمهال د نړۍ په کچه دویم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورني کرکټ لومړی ټورنمنټ پیل شو

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له لوري د ۳۱ ولایتونو ترمنځ د وزیر محمد اکبر خان په نوم دویمه درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې. کرکټ بورډ ویلي چې په لومړي پړاو کې د ۱۶ ولایتونو لوبډلې په درې ګروپونو کې په ننګرهار، کندهار او خوست ولایتونو کې سیالۍ کوي. د دې سیالیو په لړ کې د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ ۱ نېټه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د ننګرهار ب او میدان وردګو لوبډلو سیالي وکړه او ننګرهار ب لوبډلې وګټله. په دې سیالۍ کې د ننګرهار ب لپاره عابدمحمدي او حزب الله دراني سلیزې جوړې کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان له فساد سره د مبارزې د نړیوالو شاخصونو له مخې ۲۴ ګامونه پورته کړي

له فساد سره د مبارزې چارو پوهان وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته هغه پولي سرچینې چې د فساد لامل ګرځي، قطع شوې، د هغو دولتي ادارو خدمات چې هلته د فساد احتمال موجود و ،کم شوي او د خلکو اقتصادي حالت دومره خراب شوی دی چې که په دولتي ادارو کې د دوی کار بند وي، بډې نه شي ورکولای.

Mashaalradio.com 

د پېښور برید کې پر ژوبلو پولیسو څه تېر شول؟

په پېښور کې د پولیس لاینز پر جومات په ځانمرګي برید کې د پولیسو او اېف سي سرتېرو په ګډون ۹۵ کسان وژل شوي او تر ۲۲۰ زیات ژوبل شول. د جنورۍ ۳۰مې د برید ښکار شویو پر کورنیو او د جومات د ودانۍ لاندې پر بندو کسانو څه تېر شول؟ د دې ځواب د اې اېف پي له ویډیوګانو په جوړ رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

یوه امریکايي چارواکې: بندیزونو د روسیې پر جنګي ماشین ډېر اغېز کړی

د امریکا یوه جګپوړې چارواکې وایي چې پر روسیې د لوېدیځ لګول شویو بندیزونو د دې هېواد پر جنګي ماشین ډېر اغېز کړی وړتیا یې کمه کړې ده. دا چارواکې دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې په دې اړه چې ایا مسکو د دغو اقداماتو د څنګ ته کولو وړتیا لري، پوښتنې زیاتې شوې دي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې رابین ډنیګن له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې هغه اقتصادي بندیزونه چې د تېرې فبرورۍ له میاشتې وروسته پر روسیې د اوکراین د یرغل له امله لګېدلي، پر مسکو یې فشارونه راوستي چې راتلونکې میاشتې او کلونه به یې دوی د نتیجو شاهدان واوسي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ځینو سیمو کې د واورې او بارانونو د ورېدو اټکل شوی

د افغانستان د هوا پېژندنې د ادارې له اټکل سره سم سبا او بل سبا په میدان وردګ، بامیان، غور، دایکندي، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات او بدخشان کې واورې او بارانونه وورېږي. په افغانستان کې له تېرو څه باندې درېیو اونیو راهیسې د سړې هوا له امله تر ۱۶۶ ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او په سلګونو زره څاروي تلف شوي دي. دغه راز تر سلو ډېر کورونه بشپړ یا یې یوه برخه د ورښتونو له امله تخریب شوي دي.

Mashaalradio.com 

د پاکستان قامي اسمبلۍ، سېنېټ او پوځ په غونډو کې د "ترهګرۍ پر مخنیوي" بحث شوی دی

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جنورۍ پر ۳۱مه په بیان کې ویلي دي چې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ په غونډه کې د پېښور پر ځانمرګي برید خبرې وشوې او پوځ ژمنه وکړه چې پکې به "ککړو کسانو ته عبرتناکه سزا" ورکوي.

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د نشه يي توکو روږدو کسانو د درملنې یو مرکز پرانیستل شو

د اغوش په نوم په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې پنځه زره بستره حمایوي مرکز نن په کابل کې پرانیستل شو. پر دې مرکز پنځه اویا میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی. طالبان وایي چې د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه یې شپاړس زره په نشه یي موادو روږدي کسان راغونډ کړي چې پنځه زره یې یوازې له کابله راټول شوي دي. د اغوش په نوم د نشه یي توکو د درملنې د مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې د طالبانو د یو شمېر چارواکو سربېره د ملګرو ملتونو استازیو او په کابل کې د ترکیې، چین او پاکستان د سفارتونو استازیو برخه واخیسته.

Pa.azadiradio.com 

سېف د چلډرن: په افغانستان کې بشري حالت په بېسارې ډول کړکېچن شوی

د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان یا سېف د چلډرن وايي، په افغانستان کې بشري حالت په بېسارې ډول کړکېچن شوی دی. د غزني د قره باغ اصلي یوه اوسېدونکې چې اوس کابل کې اوسي له ګڼو ستونزو شکایت کوي. دې مېرمنې چې ویې نه غوښتل نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، پخوا به په ګرځنده روغتیايي ټیمونو کې ښځینه کارکوونکې ګرځېدلې او د خلکو ستونزې به یې هوارولې، خو له کومې ورځې چې د طالبانو د حکومت له خوا په نادولتي موسسو کې د میرمنو په کار بندېز لګېدلی دی، له ګڼو ستونزو سره مخ دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پر خيبر پښتونخوا د تحریک انصاف نهه نيم کلنه واکمني څنګه وه؟

د جنورۍ پر ۱۸مه نېټه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ماتېدو سره سم په دې صوبه کې د تحریک انصاف شاوخوا نهه نيم کلنه واکمنۍ پای ته ورسېده. د مشال تر رڼا لاندې کې دا پوښتنه بحث شوې ده چې د دې ګوند واکمني څنګه وه.؟ بشپړ بحث وګورئ

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين پوځ: روسيې د اوکراين ختيځ ته نوي ځواکونه استولي

د اوکراین پوځ وایي، روسیې د اوکراین ختیځ سنګرونو ته نوي ځواکونه استولي خو د پام وړ پرمختګ یې نه‌دی کړی. د اوکراین د پوځ لوی درستیز نن وویل، چې دښمن په لیمان او باخموت سیمو کې خپل یرغلیز بریدونه نه‌دي درولي. د اوکراین پوځ همدارنګه ویلي چې روسي ځواکونو د دونیڅک سیمې په اودیاوکه او نوو پاولیوکه باندې هم بریدونه کړي چې نتیجه یې نه‌ده ورکړې بلکې خپله دې ځواکونو ته ډېر تلفات اوښتي. روسیې دغه بریدونه داسې مهال زیات کړي چې واشنګټن اوکراین ته د نورو۲،۲ ملیارډ ډالرو پوځي تجهیزاتو استولو ته تیاری نیسي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه کې د برښنايي موټرو پلور بې‌سارې کچې ته رسېدلی

په اروپایي ټولنه کې تېر ۲۰۲۲ کال د برښنایي موټرو پلور بې‌ساري کچې ته لوړ شوی دی. د اروپا د موټر جوړونکو د اتحادیي په وینا تېر کال په دې ټولنه کې د ټولو نویو پلورل شویو موټرو څه باندې ۱۲سلنه یې برښنایي موټرو وو، چې وړم ۲۰۲۱ کال دا اندازه څه باندې ۹ او له‌هغې مخکې کال یوازې څه کم دوه سلنه وه. د دغو موټرو چې پر بټرۍ چلیږي، پلور داسې مهال لوړ شوی چې اروپایي ټولنې موافقه کړې چې له ۲۰۳۵ کال وروسته به نور پټرولي او ډیزلي موټر نه تولیدوي. د اروپایي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه هڅه کوي تر۲۰۵۰ کال پورې پر کاربن ولاړ اقتصاد صفرته ورسوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: د افغان نجونو او مېرمنو پر وړاندې روان وضعيت ته د حل‌لارې موندنې هڅه کوو

د افغان نجونو او مېرمنو د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو د اندېښنو دوام. په داسې حال کې چې په نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د طالبانو له لوري په افغان مېرمنو لا هم د کار محدودیت نه‌دی لرې شوی، ملګري ملتونه وايي هڅه کوي شته وضعیت ته حل لاره ومومي، چې افغان نجونې او ښځې د رامنځته شویو محدودیتونو په لومه کې بندې پاتې نه‌شي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد نن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، افغانستان ته يې د خپل وروستي سفر په لړ کې په کندهار کې د حاکم نظام له چارواکو او د علماو شورا له غړو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټام وېسټ: افغان نجونې او ښځې له رواني فشارونو سره مخ دي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي، افغان ښځې او نجونې چې په کور کې بندیانې دي او نه‌شي کولای ازادانه تګ راتګ وکړي یا زده‌کړې ترلاسه کړي، له خورا ذهني او رواني فشارونو سره مخ دي. ټام وېسټ بیګا په څو ټویټونو کې ویلي، چې له یو شمېر زړه‌ورو افغان ښځو سره یې کتلي او مهمې غوښتنې او مشاهدې یې اورېدلي. هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي له کړاونو سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید د دوی اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي. په هغې اعلامیه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د کراچۍ له زندانونو څخه ۱۲۸ نور افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي

د سيند پولیسو د ۲۰۲۲ز کال پر مهال د صوبې له بېلابېلو برخو کې څخه تر ۱،۵۰۰ زیات افغانان د پاسپورټونو او ویزو نه لرلو په تور نیولي دي. له هغوی څخه دوه افغانان تېر کال په دوو بېلابېلو زندانونو کې مړه شول.


Нижегородские школьники стали призерами Всероссийской олимпиады по математике

Пенза принимает третий этап Кубка России по BMX

462 л.с. и 1343 км на баке бензина. В Россию едет самый мощный и самый экономичный Exeed RX

Семья должна быть большой: как городские власти и работодатели поддерживают многодетных родителей



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Ru24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Ru24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Ru24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В Подмосковье стартовал «промышленный» экспортный форсаж

«Все лето будет аномальное». Синоптики сказали, к чему нужно готовиться

Импортозамещающее предприятие в Воскресенске готово более чем на 80%

462 л.с. и 1343 км на баке бензина. В Россию едет самый мощный и самый экономичный Exeed RX

Музыкальные новости

Суд рассмотрит 25 апреля протокол на Ивлееву за дискредитацию ВС России

Чем интересен EVOLUTE i-SPACE? Почему его стоит купить рядовому потребителю

Тема дня: Путин назвал сохранение духовных ценностей условием укрепления суверенитета

МТС Travel рассказал, куда туристы из Чувашии поедут на майские праздники

Новости России

Не ребенка в Музее обороны Москвы упала статуя, позвоночник сломан

462 л.с. и 1343 км на баке бензина. В Россию едет самый мощный и самый экономичный Exeed RX

Сбер подарил Орлу умный фонтан

Пенза принимает третий этап Кубка России по BMX

Экология в России и мире

Новые коллекции Dagon и elisabetta

Выставка работ победителей фотоконкурса «Созвездия "Семья"»

МФК «Динамо Пушкино» вошел в топ-8 команд Всероссийского футбольного турнира «Кубок Казани»

Она видит ложь: ТВ-3 начал съемки сериала «Лиса» с Олесей Фаттаховой

Спорт в России и мире

Медведев остался лучшим среди россиян в обновлённом рейтинге ATP, Рублёв — восьмой

Кто отец Дианы Джокович?

Камбэком обернулся матч вундеркинда из России перед стартом Еленой Рыбакиной в Мадриде

Мария стала соперницей Азаренко на турнире WTA в Мадриде

Moscow.media

Более 100 студентов посетило СЛД Курск в рамках акции «Неделя без турникетов»

Врач-гигиенист сети клиник «Мегастом» Ольга Жидких: как правильно ухаживать на полостью рта и зубов

ТСД SAOTRON RT-T50: высокопроизводительный терминал сбора данных промышленного класса

Лавров: "США и НАТО одержимы победой над Россией". Комментарии чехов







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *