د ناټو عمومي منشي: هغه څه چې ختيځه اسيا کې پېښيږي اروپا يي له پامه نهشي غورځولی
د ناټو عمومي منشي وايي، هغه څه چې په ختيځه اسيا کې پېښيږي اروپا يي له پامه نهشي غورځولی، ځکه نړيوال امنيت يو له بل سره تړلی دی.
ینس ستولتنبرګ وایي، دا مهمه ده چې ناتو په اندوـ پاسفیک Indo-Pacificسیمه کې له خپلو شریکانو سره له نژدې کار وکړي.
ستولتنبرګ په جاپان کې په یوه غونډه کې چې د کییو پوهنتون رابللې وه وویل، په ټوله نړۍ، په تېره اندوـ پاسفیک سیمه کې له شریکانو سره کار کول د یوې خطرناکې او نه اټکل کېدونکې نړۍ ته د ځواب یوه برخه ده.
ستولتنبرګ ژمنه وکړه چې له توکیو سره به اړیکې پیاوړې کړي، ترڅو په اوکراین کې د روسیې د یرغل او له چین سره یې د پوځي همکاریو د زیاتېدو له امله مخ په زیاتېدونکي کړکېچن امنیتي چاپيریال ته لاره هواره کړي.