د ډونالد ټرمپ ادارې ۵۵ ایرانیان له متحده ایالتونو اخراج کړل
د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، هغه ۵۵ تنه اتباع یې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې اخراج کړي، ایران ته ستانه شوي دي.د دغه وزارت د قونسلي چارو مشر مجتبی شصتي کریمي ویلي ( له اخراج شویو سره د غیر انساني چلند راپورونه ترلاسه شوي) دي.دا دویمه ډله ایرانیان دي چې امریکا یې اخراجوي.لومړنۍ ډله په میزان میاشته کې ایران ته استول شوې وه.