فرانسویانو د خپل د فوټبال د ملي لوبډلې هرکلی وکړ
د فرانسې لوبډلې د دوشنبې په ورځ په یوه سر لوڅي سرویس بس کې د خپلو پلویانو منځته ورغلل.
د فرانسې د فوټبال ملي لوبډله تر غرمې وروسته د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ور وبلل شول.
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د دغې ډلې تود هرکلی وکړ.
فرانسې د یکشنبې په پایلوبو کې د کرویشیا لوبډلې ته ۲ د څلور په مقابل کې ماته ورکړه او د دوهم ځل لپاره د فوټبال د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.