د بخښنې سازمان: په جبري ډول د افغانانو د ستنولو لړۍ دې ودرېږي
دغه سازمان د دوشنبه په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر حکومتونو غږ کړی چې په جبري ډول افغانستان ته د افغانانو د بیرته لیږلو لړۍ ودروي.
د ملګرو ملتونو وروستۍ شمیرې ښیې چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۹۲ تنه ملکیان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په همدې موده کې ۳۴۳۰ کسان ټپیان شوي دي .
د بښنې د نړیوال سازمان په اعلامیې کې د جنوبي آسیا په چارو کې ددې سازمان د مرستیال له قوله راغلي چې وایې دغو شمیر ته په پام افغانستان د بیرته استول کیدونکو افغان کډوالو لپاره خوندي هیواد نشي ګڼل کیدای .
د راپورونو له مخې په وروستیو کلونو کې له اروپایې ټولني ، ترکیې او نورو هیوادونو څخه زرګونه افغانان په جبري ډول بیرته خپل هیواد ته استول شوي دي .