د کډوالو نړیواله ورځ: "روحي حالت مو خراب دی، هېڅ سمې خبرې نه شم کولای"
د جون ۲۰مه د کډوالو نړیواله ورځ ده. دا ورځ داسې مهال رارسېدلې چې په تېرو څلورو کلونو کې لکونه افغانانو د امنیتي ګواښونو او اقتصادي ستونزو په ګډون د بېلابېلو دلایلو له امله خپل هېواد پرېښی دی. یو شمېر دغو افغانانو چې ایران او پاکستان ته یې پناه وړې چې ستونزو تل شکایت کوي.