ولسمشر ټرمپ وايي امریکايي چارواکې به راتلونکې اونۍ ایراني چارواکو سره د اټومي پروګرام په اړه خبرو لپاره وګوري
وروسته لدې چې امریکايی ځواکونو څو ورځې مخکی دایران اټومی تاسیسات بمبارد کړل ، ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې امریکايي چارواکې به راتلونکې اونۍ د ایران له چارواکو سره د اټومي پروګرام په اړه خبرو لپاره وګوري. ټرمپ د ناټو له کلنۍ غونډې وروسته په هالنډ کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ایران ته په اشاره وویل: "موږ به راتلونکې اونۍ له دوی سره خبرې وکړو." د متحدو ایالاتو ولسمشر زیاته کړه : "یوازینی شی چې موږ به یې [په غونډه کې] وغواړو هغه څه دي چې موږ یې مخکې غوښتنه کوله، دا چې موږ هیڅ اټومي (وسله) نه غواړو."... Читать дальше...