اف ای او؛ د افغانستان په کلیو کې وچکالي د کورنیو د ژوندي پاتې کیدو پر وړاندې جدي ګواښ دی
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (افایاو) وايي، د افغانستان په ډیرو شمیرو کلیو کې وچکالي د کورنیو د ژوندي پاتې کیدو پر وړاندې جدي ګواښ دی. دغې ادارې په خپل تازه راپور کې زیاته کړې، "سږکال په لیرو پرتو سیمو کې د وچکالۍ یا بې وخته بارانونو له کبله د خلکو کرنیز محصولات له منځه تللي، څړځایونه کم شوي، د ځمکې لاندې د اوبو کچه ټیټه شوې چې ورسره د افغانستان مالداره او پر کرنې متکي کورنۍ په جدي توګه زیانمنې شوي دي". د ملګرو ملتونو دغې ادارې روان وضعیت ته په غبرګون کې له نړیوالو د ۳۴میلیونو ډالرو عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.