پېښور کې د سړک غاړې ماین ۴ پولیس او ۵ عام وګړي ټپیان کړي
په پېښور کې پرون پنجشنبه د پوليسو په موټر د سړک غاړې بمي چاودنه کې د ۴ پوليس سرتېرو په ګډون ۹ کسان ژوبل شوي دي. د پېښور پوليسو په یوه بیان کې ویلي، دا د سړک غاړې خښ شوي ماین چاودنه وه چې په نتيجه کې یی ۴ پوليس او ۵ ولسي وګړي ژوبل شوي دي. د پاکستان د انګریزی ژبې ډان ورځپاڼې د پېښور د پوليسو مشر ډاکټر ميا سعيد له قوله ليکلي چې د ماين چاودنې هدف د پوليسو موټر و چې په سيمه کې یی ګزمه کوله. نوموړي ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې زياته کړي چې په ژوبلو کې د يو تن حالت د اندېښنې وړ دی. دغه پوليس افسر ويلي چې په پوليسو د حملې پلټنې یی پیل کړي دي. Читать дальше...