پاکستان وايي، په اسلام اباد کې د طالبانو مرستیال سفیر د احتجاج لپاره احضار کړی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اسلام اباد کې یې د افغانستان د طالبانو د سفارت مرستیال احضار کړی او په وزیرستان کې یې پر پاکستاني پوځیانو د حملې له کبله خپل احتجاج ورسپارلی دی. دې وزارت تېره شپه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په شمالي وزیرستان کې پر یوه پوځي کمپ برید شوی او څلور پاکستاني سرتېري پکې وژل شوي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې برید له کبله د افغانستان د سفارت مرستیال احضار کړی او سخت احتجاج یې ورسپارلی دی. پاکستان پر طالبانو تور ولګاوه چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسلهوالو... Читать дальше...