نن دوشنبې د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ماشومانو لپاره د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې نن دوشنبه د پولیو واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو. داسې مهال چې د افغانستان له نیمايي په زیاتو ولایتونو کې د پولیو واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شوی یو شمېر افغانان غوښتنه کوي چې چې دا کمپاین دې د کور په کور په بڼه ترسره شي څو هېڅ ماشوم له واکسینه پاتې نه شي. د خوست ولایت یوې اوسېدونکې هریوا د راډیو ازادي ته وویل: "واکسین کوونکو ته باید اجازه ورکړل شي چې کور په کور واکسین تطبیق کړي، ځکه که ماشومان له واکسین پاتې کیږي نو په پولیو د اخته کېدو چانس یې ډیریږي، زموږ په ګاونډیانو... Читать дальше...