د ملګروملتونو امنیت شورا نن دوشنبې د افغانستان په اړه غونډه کوي
د ملګروملتونو امنیت شورا نن دوشنبې، د مارچ نهمه د افغانستان په اړه غونډه کوي. په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما سرپرسته او د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیاله جورجیټ ګانینون د دې شورا غړیو ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي. دا غونډه یوه ورځ وروسته له هغې جوړیږي چې پرون یکشنبې یوناما او د ملګروملتونو د ښځو څانګې د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې ښځې په افغانستان کې د رسمي عدالت میکانیزمونو... Читать дальше...