Добавить новость
World News
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۱۶۱میلیونو یورو بشري مرسته کوي

اروپايي ټولنه وايي، دې ته په پام سره چې بشري ناورین لا هم په افغانستان کې د نړۍ له سختو کړکېچونو شمېرل کېږي، په افغانستان کې دننه او په سیمه کې له زیانمنو افغانانو سره ۱۶۱ میلیونه یورو بشري مرستې کوي.

په هغې اعلامیه کې چې دې ټولنې تازه خپره کړې راغلي چې له دې مرستې څخه، له ۱۴۱ میلیونه زیاتې به په افغانستان کې فعالو بشري مؤسسو ته ورکړل شي، او د اعلامیې په ټکو په ایران او پاکستان کې هم افغان کډوالو ته لس لس میلیونه یورو ځانګړې شوې دي.

په دوام کې راغلي چې د اروپايي ټولنې نوې مرستې به د خوړو، درملنې، له خوارځواکۍ سره د مبارزې، څښاک اوبو ته د لاس‌رسي، روغتیا، حقوقي مشورې، له خطر سره مخ خلکو د حقونو د ملاتړ، بېړني حالت کې د زده کړو (په ځانګړي ډول د نجونو لپاره) او د طبیعي افتونو په برخو کې وي.

په اعلامیه کې د اروپايي ټولنې د بحرانونو د مدیریت، برابرۍ او چمتوالي د کمېشنرې هاجا لحبیب په حواله راغلي، چې اروپايي ټولنه دغه شان له هغو افغانانو سره چې په افغانستان دننه او په ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان او ایران کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي مرستو ته چمتو ده.

نوموړې د افغانستان د وضعیت په اړه په خپلو څرګندونو کې چې بروکسل کې یې "د لوړپوړو چارواکو" غونډه کې کړي او یوه برخه یې یې په خپله ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) خپرې کړي ویلي،

"نږدې ۲۳ میلیونه کسان په افغانستان کې دا مهال بشري مرستو ته اړتیا لري، او هر یو له دې ۲۳ میلیونه کسانو څخه یو شخص دی، چې نوم لري، کورنۍ لري، او خپله ټولنیزه کیسه لري."

دا اعلامیه "د لوړپوړو چارواکو" غونډې سره هم مهاله چې د اروپايي ټولنې په کوربه‌توب د جون میاشتې په ۱۶مه او ۱۷مه نېټه په بروکسل کې جوړ شوې وه او د افغانستان د وضعیت به اړه په کې بحث وشو خپره شوې ده.

اروپايي ټولنې ویلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د افغانستان د ناورین د هواري لپاره له ۸۶۰ میلیونه یورو زیاته مرسته کړې ده.

په ۲۰۲۱ کال ګې د اروپايي ټولنې د بشري هوایي پله له پیل راهیسې، ټولې ۴۰ الوتنې شوې او شاوخوا ۲۱۵۰ ټنه مرستې افغانستان ته انتقال شوي دي.

په بروکسل کې "د لوړپوړو چارواکو" له غونډې سره هممهاله، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر "اوچا" هم په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان لپاره د ۲۰۲۵ کال بشري اړتیاوو یوازې ۱۸ سلنه بودیجه ترلاسه کړې، چې ملیونونو کسانو، په ځانګړي ډول ښځو، ماشومانو، بې‌ځایه شویو او زیان‌ګالو ته د مرستې رسولو مخه یې ډب کړې ده.

په دوام کې راغلي، چې له ۴۲۰ زیات روغتیايي مرکزونه او نږدې ۳۰۰ د تغذیې مرکزونه غیر فعاله شوي، چې درملنې او اړینو مرستو ته یې د میلیونونه خلکو لاسرسی محدود کړی دی.

د اوچا په خبره، د مې میاشتې نه تر اکتوبر پورې به یوازې یو میلیون کسانو ته بېړنۍ خوراکي مرستې ورسېږي، او پنځه میلیونه نور به له مرستو بې‌برخې پاتې شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *