ټرمپ؛ هیڅ څوک نه پوهیږي چې زه به د ایران په اړه به څه پریکړه کوم
ټرمپ؛ هیڅ څوک نه پوهیږي د ایران په اړه به څه پریکړه کومد امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، "څوک نه پوهیږي چې زه به د ایران په اړه څه پریکړه کوم".ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینې ماڼې کې پر ایران د احتمال برید د پوښتنې په ځواب کې خبریالانو ته وویل،" شاید دا کار وکړم، شاید وی يې نه کړم، هیڅ څوک نه پوهیږي چې زه به څه وکړم".ټرمپ وړاندې وویل، امریکا اوس له ایران سره د اوربند په لټه نه ده او "مطلقه بریا" غواړي.د هغه په ټکو، له اټومي وسلو د ایران د محرولو لپاره ښايي دا ځلې "جګړه" وکړو.ټرمپ د جګړې طرحه تایید کړې خو پریکړه يې نه ده کړېامریکا ورځپاڼې وال سټریت ژورنال راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د برید طرحه تصویب کړې ده.دغې ورځپاڼې د سرچینو په حواله لیکلي، "ټرمپ د سه شنبې په ماښام خپلو مشاروینو ته ویلي و چې پر ایران د برید طرحه تصویبوي، خو لا هم په تمه چې ایران د اټومي پروګرام په اړه څه پریکړه کوي".د راپورونو له مخې، ښايي په غرونو کې پټ د ایران اټومي تاسیسات د امریکا لومړی هدف وي.امریکا خپل پوځي تجهیزات له سیمې ویستينن پنجشنبې رویترز خبري اژانس د دوو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې امریکا خپل "زیانمنونکې" پوځي تجهیزات له سیمې ویستلي دي.د دغو چارواکو په خبره، د بحرین په بندر کې امریکايي اوبتلې او کښتۍ او د قطر د العدید هوايي ډګړه امریکايي الوتکې ویستل شوي دي.رویترز له دې وړاندې راپور ورکړی و چې د سون توکو رسونکې امریکايي الوتکې له اروپا د منځني خیتځ پر لور تللي، او ډیرې جنګي الوتکې هم په سیمه کې راټول شوې دي.امریکايي ډیپلوماټان له تل ابیب څخه ووتلد ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه کې دا پرمختګونه په داسې حال کې دي، چې یو شمیر امريکايي ډیپلوماټان په پوځي الوتکو کې امریکا ته انتقال شول.پرون ماښام اسوشیټدپرس خبري اژانس راپور ور کړ چې په تل ابیب کې د امریکا سفارت خپل یو شمیر غیرضروري کارکوونکي او د هغوي کورنۍ امریکا ته انتقال کړل.اسراییلو چارواکو له تل ابیبه د امریکايي ډیپلوماټانو وتل تایید کړې دي.که څه هم روښانه نه دی چې امریکا خپل څو ډپیلماټان له اسراییلو ویستي، خو اسوشیټډپرس لیکي چې دا اقدام له اسراییلو سره د ایران پرضد د اسراییلو د ښکتیا په مانا دی.په عین حال کې رویترز راپور ورکړی چې تمه ده د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یو شمیر اروپايي وزیرانو سره وګوري.رویتزز د یوې سرچینې په حواله لیکلي، "تمه عراقچي د جمعه په ورځ د جرمني، فرانسې، برتیانیا او د اروپايي ټولنې له یو شمیر نورو وزیرونو سره په جینوا کې وګوري".د ایران دولتي ټلویزون هک شوید ایران په دولتي ټلویزیون صدا او سیما کې د تیر۱۴۰۱کال د ایران د رژیم خلاف د لاریونونو د ویډیوګانو له خپریدو وروسته دې تلویزون اعلان وکړ چې هک شوی دی.د هک پرمهال د صدا او سیما له خوا په خپرو شویو ویډیوګانو کې خلک د رژیم پرضد پاڅون ته هڅول کیږي او له خلکو غوښتل کیږي چې سړکونو ته ووځي.د ایران دا دولتي ټلویزون وروسته له هغې هک کیږي چې دوه ورځې اسراییلو پرې بریدونه وکړل.نن پنجشنبې اوومه ورځ ده چې د ایران او اسراییلو ترمنځ توده جګړه روانه ده او دواړو خواوو ته يې درنده تلفات اړولي دي.