Добавить новость
World News
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

فرهاد دریا؛ د هغې ورځې په تمه یم چې د موسیقي ترنګ یو ځل بیا افغانستان کې ژوند ته نوی رنګ ورکړي

په استرالیا کې له پنځو کنسرتونو ورسته افغان مشهور سندغاړی فرهاد دریا وايي، هیله من دی چې په افغانستان کې پر موسیقۍ لګولو شوي محدودیتونه لرې شي او یو ځل بیا په خپل هیواد کې هم هنري پروګرامونه ولري.

فرهاد دریا موسیقي د انسانان تر منځ د نېږدې والي تر ټولو اغیزمنه وسیله ګڼي.

ده ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه شان هیله وښوده، چې د نجونو پر زده کړو لګول شوي محدودیتونه هم لرې شي.

فرهاد دریا وايي، دا ورځ بیا رارسېدونکې ده چې بیا په خپل هیواد کې خپلو مینوالو ته سندرې ووايي.

فرهاد دریا د استرالیا په بیلابیلو ښارونو کې له خپلو پنځو کنسرتونو ورسته دا خبې تازه ازادي راډیو سره به ځانګړې مرکه کې وکړې.

"زه د هغې ورځې په تمه یم چې د موسیقۍ ترنګ د افغانستان ژوند ته رنګ ورکړي او په هنر او موسیقۍ لګول شوي محدودیتونه لرې شي. او زه وکولای شم چې خپل غږ د کابل یا غازي لوبغالي د بابا او هندوکش تر لوړو څوکو ورسوم. دا ورځ رارسېدونکې ده."

د افغانستان دا مشهور سندرغاړی چې په امریکا کې اوسېږي، وخت په وخت د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې کنسرتونه ورکوي، په تیر جمهوري نظام کې افغانستان ته هم تلو او هلته یې هم خپل هنري پروګرامونه درلودل.

فرهاد دریا موسیقي د انسانان تر منځ د نېږدې والي تر ټولو اغیزمنه وسیله او پل ګڼي.

" موسیقي د انسانانو تر منځ د نېږدې والي لویه او موثره وسیله ده، پرته له دې چې یو د بل د قوم، ژبې او ملیت او هغو ریښو په اړه چې یو له بل لرې کوي یا یې نېږدې کوي، یا د توپیرونو په اړه فکر کوي. دا پل که لومړیو کې څومره هم اوږد وي ورسته لندېږي او کرار کرار یوه ویښته ته رسېږي او بیا دا ویښته قدرې پل هم له منځه ځي او د انسانانو تر منځ هیڅ فاصله نه پاتې کېږي، موسیقي دا معجزه لري. "

ښاغلی دریا وايي، دی دا هیله هم لري چې د نجونو پر زده کړو لګول شوي محدودیتونه لرې شي او په خبره یې د ښوونځي زنګ د تیر په پرتله قوي او لوړې انګازې وکړي.

فرهاد دریا دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو ورسته په دغه هیواد کې د موسیقي په غږولو او اورېدلو بندیز لګولی دی. دوی موسیقي حرام ګڼي.

د طالبانو حکومت نجونې هم له شپږم ټولګي پورته له زده ګړو راګرځولي دي او د نورو ګڼو محدودیتونو تر څنګ د دوی د امربالعروف په قانون کې د ښخې غږ اورت بلل شوی او په لوړ غږ د سندرو او نعتونو له ویلو او دغه شان قرات څخه هم منع شوې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *