Добавить новость
World News
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د فرانسې ولسمشر د امنیت شورا له غړیو سره د ایران په تړاو غږیږي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وایي، د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د متحد ایالتونو بریدونه په رښتیا سره اغیزمن و، خو تر ټولو بد حالت به دا وي چې تهران اوس د اټومي وسلو د نه پراختیا له نړیوال تړون څخه ووځي.

ښاغلي مکرون په بروکسل کې د اروپایي ټولنې له سرمشریزې وروسته له خبریالانو سره د خبرو پرمهال دا اندیښنه شریکه کړه.

هغه وویل چې د دې تړون د ساتلو هڅه به وکړي او په راتلونکو ورځو کې به د ملګرو ملتو د امنیت شورا له پنځو دایمي غړیو سره په دې تړاو خبرې وکړي.

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې دا خبرې وار له مخه لا پيل شو دي، د پنجشنبې په ورځ ایمانویل مکرون د امریکا د متحد ایالتونو له ولسمشر سره د ټیلفوني مکالمې پرمهال دا اندیښنه شرکه کړه. مکرون ولسمشر ټرمپ ته د هغو خبرو په اړه هم معلومات ورکړل چې په وروستیو ورځو او ساعتونو کې یې له تهران سره کړې وې.

د فرانسې ولسمشر بیا وویل، چې هیله یې دا ده چې نظریات سره همغږه شي او هدف دا وي چې ایران بیا د اټومي وسلو د جوړیدو هڅې ونه کړي.

ایران په ۱۹۷۰ کال کې د اټومي وسلو د نه خپریدو تړون (NPT) لاسلیک کړی او ژمنه یې کړې ده چې کله د اټومي انرژۍ په برخه کې هڅې کوي دا هڅې به د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره شریکوي.

په دې وروستیو کې داسې ښکارې چې ایران له دې تړون څخه د وتلو زمینه برابروي. تهران د اټومي انرژۍ نړیواله اداره تورنه کړې ده چې د جګړې پرمهال یې د اسراییل ملاتړ کړی دی.

د امریکا پوځ د سرطان په لومړۍ ورځ په B-2 جنګي الوتکو او توماهاک توغندیو د ایران په فوردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو بمباري وکړه. تر دې برید وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې دا تاسیسات "په بشپړه توګه " ویجاړ شوي دي.

خو یوشمیر امریکایي رسنیو وروسته د امریکا د استخباراتو لومړنۍ ارزونه خپره کړه چې ویلي یې وو چې دې بریدونو یوازې د ایران اټومي پروګرام د میاشتو لپاره شاته غورځولی، دا راپورونه د امریکا دفاع وزارت په کلکه رد کړې دي او د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګسیت دا راپور ابتدایي او کم باوره وباله.

دغه استخباراتي راپور د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم غندلی دی، دوی دواړو مشرانو، ټرمپ او هیګیسټ د چهارشنبې په ورځ په هاګ کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې خبریالانو ته د ایران د درې اټومي مرکزونو د تخریباتو په اړه معلومات ورکړل. ولسمشر ټرمپ وویل، دې بریدونو د ایران اټومي پروګرام تر څو لسیزو پورې شاته غورځولی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *