اوکرایني او روسي مرکچیان سبا په ترکیه کې د سولې بل پړاو خبرو ته کیني
ټاکل شوې د اوکراین او روسیې مرکچیان سبا چهارشنبه په ترکیه کې د سولې بل پړاو خبرې پيل کړي.دا خبره د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي داسې مهال کړې چې سولې ته د رسیدو لپاره پر کرملین د لویدیځ فشارونه زیات شوي دي.تر دې وړاندې ستانبول کې دوه پړاوه خبرې شوي، خو په ظاهره یې د جګړې پر لیکو کوم اغیز نه دی کړی.د سولې د نوي پړاو دا خبرې داسې مهال پلان شوي چې روسیې د اوکراین پر پلازمېنې او نورو ښارونو خپلو خونړیو هوایي بریدونو ته دوام ورکړی دی.د سولې پر خبرو سربیره د زندانیانو تبادله د سبانیو خبرو مهمې مسسلې دي.د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې مسکو ته ۵۰ ورځې مهلت ورکړ چې له اوکراین سره سوله وکړي، که نه پراخ بندیزونه به پرې ولګوي.