Добавить новость
World News
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ملګري ملتونه؛ که چیرته د افغان کډوال راستنیدل سم مدیریت نشي په سیمه کې بې ثباتي رامنځته کوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) کمشنر خبرداری ورکړی، که د افغان کډوالو د ستنېدو ستونزمن وضعیت په سم ډول مدیریت نه شي، داسې غبرګون به رامنځته شي چې د ټولې سیمې ثبات به له خطر سره مخ کړي.

فلیپو ګراندی له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې له افغانانو په سخاوتنندانه ډول لسیزې کوربه توب ته په پام، دا ناورین په دقت او سم ډول اداره کړي.

نوموړي دا څرګندونې د هرات ولایت اسلام قعله ته د خپل سفر پر مهال کړي او ویدیو یې د چهارشنبې په ورځ، د جولای په ۲۳مه د (یو این ایچ سي ار) په ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) خپره شوې ده.

ګراندی په دغه ویډیويي پیغام کې ویلي،

"زما غوښتنه له هغو ګاونډیو هېوادونو چې لسیزې یې له افغان کډوالو په زغم او سخاوت میلمه پالنه کړې، دا دی چې لطفا دا سخت وضعیت په انساني روحیې، زغم او تدریجي ډول اداره کړي، کنه نو داسې غبرګون به را منځ ته شي چې ټوله سیمه به بې‌ثباته کړي."

نوموړي زیاته کړې چې ډېری راستنېدونکي افغانان تش لاسه هېواد ته راستنېږي؛ او په خبره یې اصلي ننګونه دا ده چې دوی چیرې ولاړ شي، ځکه دوی کلونه له هېواده لرې وو، او د اوسېدو لپاره کور نه لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنر د وینا پر بنسټ، سږ کال تر یو نیم میلیونو زیات افغانان له ایران څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، او د دې شمېر راستنېدونکو لپاره د خدمتونو برابرول زیاتې سرچینې غواړي.

نوموړي دغه شان ویلي، دې ته په پام چې ډېری افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، راستنېدونکي له جدي ستونزو سره مخ دي.

یوشمېر کورنۍ چې تازه له ایران څخه راستنې شوې، هم وایي چې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

امیر، چې شاوخوا لس ورځې مخکې له خپلې کورنۍ سره له ایرانه راستون شوی او دا مهال د هرات ولایت په اسلام‌قلعه کې دی، ازادي رادیو ته یې وویل:

"څو ورځې کیږي چې له ایرانه راستانه شوي یو، اوس هم خیمه کې ژوند کوو، په بد وضعیت کې یو، که سهار خواړه ولرو، د غرمې لپاره یې نه لرو؛ که د غرمې لپاره وي، نو شپه مو په لوږه تېرېږي، له ډېرو ستونزو سره مخ یو."

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چې د روان کال په اپرېل کې یې چټک شوی و، لا هم روان دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د استازي، عرفات جمال، د معلوماتو له مخې، سږ کال تر ۳ لکو زیات کسان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په تاجیکستان کې یو شمیر میشتو افغان کډوالو هم مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې په دې ورستیو کې دغه هیوا کې هم د افغانانو نیونې او ورنه ایستل زیات شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) ویلي چې له ایران څخه د زرګونو افغان کډوالو په بېرته ستنېدنې سره، افغانستان کې یو نوی بیړنی وضعیت رامنځته شوی دی.

یوناما تازه ویلي سره له دې چې د مرستندویه ادارو له خوا هڅې روانې دي، چې دا ناورین مدیریت کړي او بېرته راستنېدونکو کورنیو سره مرسته وکړي، خو په وینا یې لا هم د اړتیاوو د پوره کولو لپاره زیاتې بودجې ته اړتیا ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *