Добавить новость
World News
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د امریکا او اسراییل مشران وايي، حماس د اوربند پر موافقې خبرو ته لېوالتیا نه لري

د امریکا ولسمشر او د اسراییل صدراعظم وايي چې د غزې د اوربند د موافقې په اړه په خبرو کې د نه پرمختګ یادونه کوي او وایي چې د حماس ډله له دې توافق سره هېڅ دلچسپي نه لري.له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی چې د غزې کابو په درو کې یوه برخه خلک له څو ورځو راهیسې هېڅ خواړه نه لري.د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د جمعې په ورځ (د زمري ۳مه) خبریالانو ته وویل:«حماس واقعاً علاقه نه درلوده چې موافقه وشي. داسې ښکاري چې هغوی مرګ غواړي، او دا واقعاً ډېر بد وضعیت دی.»ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:«هغوی پوهېږي چې که وروستي یرغمل خوشې شي، څه به پېښ شي، او همدا وجه ده چې هغوی موافقه نه غواړي.»د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو هم وویل چې اوس د یرغمل شویو کسانو د بېرته راګرځولو او د حماس د واکمنۍ د پای ته رسولو لپاره د «بدیلو انتخابونو» فکر کوي.نتانیاهو وویل:«موږ اوس له خپلو امریکايي متحدانو سره د هغو بدیلو لارو پر ارزونه بوخت یوو چې د یرغملو خلاصون، د حماس تروریستي حاکمیت ختم کړي، او د اسراییل او سیمې لپاره دایمي سولې ته زمینه برابره کړي.»د امریکا ځانګړي استازي، سټیف ویتکاف، هم وویل چې واشنګټن به د غزې لپاره بدیل انتخابونه و ارزوي، خو جزییات یې ورنه کړل.ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ:«اوس کار دې حد ته رسېدلی چې باید پای ته ورسول شي.»او یو ځل بیا یې پر حماس نیوکه وکړه چې «هغوی مرګ غواړي، او دا ډېره خطرناکه خبره ده.»اسراییل، امریکا او اروپايي ټولنه ټول حماس یوه ترهګره ډله ګڼي؛ هماغه ډله چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه یې پر اسراییل برید وکړ او ورسره جګړه پیل شوه چې لا هم دوام لري.اسراییل او امریکا دواړو د پنجشنبې په ورځ، له هغې وروسته چې حماس د اوربند د طرحې ځواب ورکړ، خپل پلاوي په دوحې کې د مذاکراتو له مېزه وایستل.لومړني راپورونه وایي چې دا چاره یوازې د سلا مشورو لپاره وه او لازماً د مذاکراتو د ناکامۍ معنا نه لري، خو د نتانیاهو وروستۍ څرګندونې ښيي چې د شپې له خوا د اسراییل دریځ لا سخت شوی.د رویټرز د راپور له مخې، په دې وړاندیز کې د ۶۰ ورځني اوربند، د بشري مرستو د زیاتېدو، او د پاتې ۵۰ یرغمل شوو کسانو د یوې برخې په بدل کې د فلسطیني بندیانو خوشې کېدل شامل وو.خو د اسراییلي ځواکونو د وتلو اندازه، د اوربند له پای وروسته وضعیت، او د فلسطیني بندیانو شمېر هغه موارد وو چې پرې اختلاف رامنځته شوی دی.په داسې حال کې چې د اوربند خبرې روانې دي، د اسراییل ځمکني عملیات هم دوام لري. د غزې روغتیايي چارواکي وایي چې د جمعې په ورځ د اسراییل بمباریو او ډزو لږ تر لږه ۲۱ کسان وژلي، چې پنځه پکې په هغه ښوونځي کې وژل شوي چې کورنیو پکې پناه اخیستې وه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *