Добавить новость
World News
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

راځئ چې پیچلتیاوې حل کړو د سږکال د هیپاټایټس د نړیوالې ورځ شعار دی

نن، د جولای ۲۸مه، د هیپاټایټس نړیواله ورځ ده.

په افغانستان کې یو شمیر خلک چې په هیپاټایټس یا زیړي ناروغۍ اخته دي وايي دا یوه سخته ناروغي ده خو دوی لا هم درمل کاروي.

د بلخ ولایت یو اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې دغه ناروغۍ ډېر ستړی کړی او لا هم درمل کاروي.

"زه له تېرو اته میاشتو راهیسي په زیړي ناروغۍ اخته یم، په لومړیو کې نه پوهیدم بیا چې کله ډاکتر ته لاړم راته یې وویل چې ته د ځیګر میکروب لرې، د ستړیا احساس زیات کوم، ټول بدن مې درد کوي، کله کله راته زړه بدوالی هم پیدا کیږي، تراوسه درمل خورم اوس مې وضعیت یو څه ښه دی. "

د لوګر اوسېدونکې سهیلا وايي له تېرو شپږو میاشتو راهیسي یې نیکه په دې ناروغۍ اخته شوی دی.

"نیکه مې اول زیړی درلود، کله مو چې ډاکتر ته یوړو وې ویل چې زیړی یې ډېر شوی او اوس د ځیګر میکروب لري، نیکه مې ډېر ضعیفه شوی دی، هر وخت ستړی وي، د ډاکتر د لارښوونې له مخې ورته درمل ورکوو خو لا هم چندان ښه نه دی. "

د جولای ۲۸ د هیپاټاټس یا زیړي ناروغۍ چې ځینې خلک یې د ځیګر میکروب هم بولي نړیواله ورځ ده.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون د جولای په ۲۷ د دې ورځې په مناسبت په یو راپور کې ویلي چې د ایډز سره د مبارزې د ملي برنامې د راپور له مخې په افغانستان کې له ۲۰۲۳ کال څخه در وان کال تر لومړیو له ۶۷ زره ۲۳۰ نه د زیاتو کسانو د هیپاټاټیس بي یا تور زیړي تشخیص شوی چې په دې له ۳۷ زره ډېر نارینه او له ۳۹ زره ډېر یې میرمنې دي.

په راپور کې راغلي چې دغه راز د هیپاټایټس سي ۲۸ زره مثبتې قضیې هم تاييد شوي چې ډېری یې ښځې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي د افغانستان په روغتیايي سکتور کې د اوږدې مودې بې ثباتۍ له امله، هیپاټایټس بي او سي ډیری وختونه له پامه غورځول کیږي، خو کله چې تشخیص شي معلوملا ډېر ناوخته وي.

په دې اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو د دې وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال حبیب الله اخوند زاده دوه کاله دمخه ویلي وو چې په افغانستان کې نږدې یو میلیون کسان په تور او سپین زیړي اخته دي او دا ناروغۍ مخ پر زیاتېدو ده.

نوموړي په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې په دې شاوخوا ۶ لکه ۸۰ زره یې په تور او ۳ لکه ۲۰ زره یې په سپین زیړي اخته دي.

روغتیا پوهان وايي هیپاټایټس بي یا تور زیړی یوه ویروسي ناروغي ده چې له ناروغ کس څخه روغ کس ته په مختلفو لارو لیږدول کیدی شي.

د انتاني ناروغیو متخصص ډاکتر فرید الله عمري ازادي راډيو ته وویل،

"هیپاتیت یا هیپایټس یوه اصطلاح ده چې په عامه ژبه کې ورته د ځیګر مکروب ویل کیږي، کوم کسان چې تور ، زیړ یا سپین زیړی ولري او نورو کسانو ته وینه ورکوي کولای شي له دې لارې بل کس ته هم انتقال شي، دغه راز هغه کسان چې په بدن د خالونو پر مهال استفاده شوي وسایل استعمال شي هم انتقالیږي، د دې ترڅنګ کومې خویندې چې په ارایشګاوو کې شریک پل استفاده کوي هم د دغه ناروغۍ د انتقال زمینه ورته برابریږي. "

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبیلو ایچ او ویلي د هیپاټاټیس نړیواله ورځ د دې ویروسي ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو په پار نمانځي، کومه چې کولای د ځیګر جدي ناروغۍ رامنځته کړي او ان د ځیګر د سرطان لامل کېدای شي.

د سږ کال لپاره "هیپاټایټس: راځئ چې پیچلتیاوې حل کړو." د دې نړیوالې ورځې شعار دی.

ډبیلو ایچ او ویلي دا شعار د یادې ناورغۍ پورې اړوند خدماتو د ساده کولو او پراخولو په ځانګړي ډول د واکسین کول، د ناروغۍ مخه نیول او د زیان کمولو باندې ټینګار کوي وم چې په ټولو روغتیايي مرکزونو کې باید د لاس رسي وړ وي.

دغه سازمان ویلي چې د تور زیړي مخنیوي او درملنه د واکسین له لارې د مخنیوي وړ دي او دا د سپین او ژېړ زیړي درملنه اوس مهال ارزانه او په پراخه کجه موجوده ده.

ډبیلو ایچ ویلي چې اوس مهال په نړیواله کچه د یواځینۍ ساري ناروغۍ په توګه د تور او سپین زیړي له امله د مړینې کچه مخ په لوړېدو ده.

دروغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۳۰۴ میلیونه انسانان په هیپاټاټیس بی او سي اخته شوي وو چې یوازې ۴۵ سلنه ماشومانو یې د زیږون په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې واکسین ترلاسه کړ او شاواخوا یو عشاریه ۳ میلیونه کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *