Добавить новость
World News
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پاکستاني چارواکو د (پي او ار) کارت لرونکو افغان کډوالو د ایستلو موده ۲۵ ورځې وغځوله

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو این ایچ سي ار) د پاکستان حکومت له خوا د (پي او ار) کارت لرونکو افغان کډوالو د ایستلو لپاره د یوې میاشتې مهلت غزولو هرکلی کړی دی، خو له اسلام‌باد یې غوښتي د هغو کسانو له جبري ایستلو ډډه وکړي، چې لا هم ملاتړ ته اړ دي.

(یو این ایچ سي ار) د چهارشنبې په ورځ (د اګست په شپږمه) په یوه اعلامیه کې ویلي دې ته پام چې د دغه کارت درلودونکي افغانان له کلونو راهیسې په پاکستان کې د کډوالو په توګه ژوند کوي، جبري ایستل یې له نړیوال اصولو سرغړونه بلل کېږي.

اعلامیه زیاتوي پاکستان باید ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانانو هر ډول بېرته ستنېدنه، داوطلبانه، خوندي او باعزته وي.

(یو این ایچ سي ار) ويلي، دوی په ځانګړي ډول د هغو ښځو او نجونو په اړه اندېښمن دي چې اړې دي داسې هیواد ته ولاړې شي، چې د دوی بشري حقونه له ګواښ سره مخ دي، دغه شان نورې ډلې چې ممکن خطر سره مخ شي.

دغې ادارې ویلي، په وروستیو ورځو کې دوی داسې راپورونه ترلاسه کړي چې په ټول پاکستان کې افغانان، ان د (پي او ار) کارت لرونکي هم نیول شوي دي.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو او قبایلو وزارت ویاند لطیف الرحمن چهارشنبې (د اګست په شپږمه) ویلي چې افغان کډوالو ته د داوطلبانه ستنېدنې لپاره د اګست له ۴مې تر ۳۱مې پورې ۲۵ ورځې موده ورکړل شوې، خو په خبره یې تر دې مودې ورسته ممکن ونیول شي او وایستل شي.

خو د (پي او ار) کارتونو درلودونکي یو شمېر افغان کډوال وايي چې، دا موده ډیره کمه ده او په دې لنډ وخت کې ستنېدنې ته نشي چمتو کېدای.

رحمت‌الله، چې له ۴۸ کلونو راهیسې په اسلام‌اباد کې اوسیږي، ازادي رادیو ته یې وویل:

"اوس مجبوره یو چې پاکستان پرېږدو، دلته مې کور، دوکان، موټر او نور شخصي ملکیتونه اخېستي دي، له دې سختو فشارونو او محدودیتونو له امله نشم کولای چې دا هر څه وپلورم. پاکستانیان زموږ له ناسم وضعیت ناوړه استفاده کوي، معامله کونکي معاملې نه ترسره کوي، پیسې نه راکوي، وايي پیسې نشته، انتظار وباسه."

ثنا ګل، یوه بل افغان کډوال دی چې د پاکستان په اتک سیمه کې اوسیږي، نوموړي هم ازادي راډیو ته وویل:

"د خپلې راتلونکې او د کورنۍ د برخلیک په اړه اندېښمن یو، افغانستان ته بېرته ستنیدل ډېره سخته او ستونزمنه چاره ده. زموږ هیله دا ده چې (یو این ایچ سي ار) یو دریم هېواد ته زمونږ د انتقال زمینه برابره کړي، بله لار نه لرو."

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱.۴ میلیونه افغانان په پاکستان کې د "پی او ار" کارتونه لري، دا کارتونه کلونه وړاندې ورکړل شوي وو، خو د جون له ۳۰مې وروسته یې د اعتبار موده نه ده تمدید شوی.

(یو این ایچ سي ار) په خپلې تازه اعلامیه کې ویلي چې په روان کال کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو پراخې ستنیدنې افغانسانستان کې کوربه ټولنې، لومړني خدمتونه، او د استوګنې او معیشت برخې تر سخت فشار لاندې راوستي او بشري ناورین یې لا پسې ژور کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې دې ډول جبري او چټکې بېرته ستنیدنې د افغانانو د ملاتړ اړتیاوې ډېرې کړې دي، او دا کولی شي افغانستان او سیمه نوره هم بې‌ثباته او د کډوالۍ جریان زیات کړي.

(یو این ایچ سي ار) زیاتوي، سږکال له ۲.۱ میلیونه زیات افغانان، له دې شمیر ۳۵۲ زره له پاکستانه ، افغانستان ته ستانه شوي یا په جبري ډول ستانه کړل شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *