Добавить новость
World News
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د رسنیو د ملاتړ سازمان: په درېیمو هیوادونو کې افغان خبریالان په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي

په داسې حال کې چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه د پاکستان او ایران په ګډون په درېیمو هیوادونو کې د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوني یو شمېر دغه خبریالان وايي د نورو ډېرو ستونزو ترڅنګ اوس مهال د جبري اخراج له خطر سره هم مخ دي.

په پاکستان مې میشته یوه افغانه خبریاله زهرا وايي د دغه هیواد له لوري د ویزو د تمدید د پروسې د بندیدو ترڅنګ پولیس دوی نیسي او ډیپورت کوي یې:

نوموړې وویل:" زه خپله یو ځل د پولیسو له لوري ونیول شوم، اوس هم چې هغه وضعیت او د خپلو اولادنونو ژړاوې چې رایادوم راته ډېره سخته وي، ځکه له هغې پېښې وروسته مې د کوچني ماشوم وضعیت ډېر خراب شوی دی او اوس هم په ډېرو ستونزو ژوند کوو."

یوه بله افغانه خبریاله مرضیه چې اوس مهال په ایران کې میشته ده ازادي راډيو ته یې وویل: " اوس مهال د جبري ډیپورت له خطر سره مخ یو، موږ باید اول د ایران اسناد ترلاسه کړو او له هغه وروسته مو دلته اوسېدو ته زمینه برابره شي، ځکه په افغانستان کې مو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی او نه شو کولای بېرته خپل وطڼ ته ستانه شو."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان ( اې ام ایس او ) وايي په درېیمو هيوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان کې افغان خبریالان په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.

دغه سازمان په یو اعلامیه کې چې پرون شنبه د اګسټ په ۹ مه یې په ایران او پاکستان کې له میشتو خبریالانو سره د یوی انلاین ناستې وروسته خپره کړې ویلي په دې هیوادونو کې افغان خبریالان د ویزو د نه تمدید، د پولیسو له تاوتریخوالي، امنیتي فشارونو، اقتصادي ستونزو او نورو بیلابیلو ننګونو سره مخ دي.

دغه سازمان ویلي په درېیمو هیوادونو کې د دغه خبریالانو د ستونزو د حل لپاره باید نړیوال بنسټونه د مالي تمویل په چمتو کولو سره مدافع وکیلان وګماري څو د کډوالۍ د قضیو په چټکېدو کې مرسته وشي.

په اعلامیه کې راغلي چې په کوربه هیوادونو کې د خبریالانو د ملاتړ په هدف د ځانګړو فنډونو رامنځته کول او د نړیوالو ملاتړو بنسټونو له لوري د اعتبار پاڼو صادرول نور اړین اقدامات دي چې کولای شي د خبریالانو وضعیت ښه کړي.

په همدې حال کې په پاکستان کې د افغان خبریالانو یوې ډلې د اګسټ په نهمه په یوه اعلامیه کې د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د پاکستان په ګډون یې د رسنیو له ملاتړ کوونکو، نړیوالو بنسټونو او کډوال مننونکو هیوادونو غوښتي چې د خبریالانو د نیولو، شړلو او ځورولو مخه ونیسي او اجازه ورنکړي چې هغوی طالبانو ته وسپارل شي.

د یادونې ده چې ایران او پاکستان په وروستیو کې له دې هیوادونو د افغان کډوالو د ایستلو او افغانستان ته د استولو لړۍ لا پراخه کړې ده.

د راپورونو پر بنسټ پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته زیات شمېر خبریالان د بې کارۍ او د طالبانو د حکومت د سیاسي فشارونو له امله له افغانستانه وتلو ته اړ شول او ډیرو یې ایران او پاکستان ته پناه یوړه.

د خبریالانو ملاتړو بنسټونو په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د ګواښونو په زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې افغان خبریالان له ویرې، نیولو او شکنجه کولو په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *