ملګري ملتونه : په افغانستان کې د ښځو د حقونو ناورین مخ په عادي کېدو روان دی
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې استازې خبرداری ورکړی چې دغه هیواد کې د ښځو د حقونو اړوند د نړۍ تر ټولو ستر او جدي ناورین مخ په عادي کېدو روان دی.
سوزان فرګوسن د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت ویلي د طالبانو فرمانونو د ښځو ازادۍ، کرامت او اساسي حقونه سخت محدود کړي دي.