زلنسکي: د روسیې له خوا د اوربند ردول د جګړې پای ته رسول پیچلي کوي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي د واشنګټن د سفر په درشل کې ویلي، د روسیې له خوا د اوربند ردول، د جګړې پای ته رسول پيچلي کوي.
زلنسکي تیره شپه ناوخته د ټولنیزو رسنیو په یوه پوست کې ولیکل" مونږ وینو چې روسیه د اوربند پرله پسې غوښتنې ردوي او تراوسه یې نه ده مشخصه کړې چې څه وخت وژنه دروي، دا وضعیت پیچلی کوي."
زلنسکي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په نړیواله کچه په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو هڅې ګړندۍ شوې دي.
په همدې هدف د جمعې په ورځ د امریکا او روسیې ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او ولادمیر پوتین په الاسکا کې سره وکتل، خو کومې هوکړې ته ونه رسېدل.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي هم سبا دوشنبه واشنګټن ته روانیږي.