Добавить новость
World News
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

فوزیه خان په پاکستان کې مېشته افغانه هلته څه ډول له افغانانو سره مرسته کوي؟

"فوزیه خان هغه افغانه چې پاکستان کې زېږدلې، یو پاکستاني سره یې واده کړی، اوس د هغه هیواد اسناد لري او وايي، په بېلابیلو برخو کې د افغانانو لاس نیوی کوي.

دا وايي، که چاسره روغتون ته تللې، که د چا د ویزې ستونزده یې ورهواره کړې او یا هم د نیول شویو د خلاصون لپاره تر زندانه تللې، دا ټولې چارې یې وړیا ترسه کړي دي.

هغو افغانانو ته ور روانه یم چې کډې یې روانې دي، چې سبا سهار یې په پوله کې پر ستونزو وغږېږو."

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې کې میشه افغان رضا کاره میرمن فوزیه خان مو اوریده، چې په "فوزیه خانم" مشهوره ده.

دا چې اوس ۳۸ کلنه ده د افغانستان د لوګر ولایت اصلي اوسېدونکې ده، کورنۍ یې ډېره پخوا پاکستان ته کډواله شوې او دا په کډوالۍ کې زېږېدلې ده، یو پاکستاني سره یې واده کړی، اوس د هغه هیواد اسناد لري او وايي، په بېلابیلو برخو کې د افغانانو لاس نیوی کوي.

فوزیه خان شنبه د اګست ۱۶ مه ماښام مهال ازادي راډیو ته وویل:

"زه همدا اوس چې د پاکستان پر وخت د شپې اته نیمې بجې دي، د پېښور پر لور په سفر یم، هغو افغانانو ته ور روانه یم چې کډې یې روانې دي،چې سبا سهار یې په پوله کې پر ستونزو وغږېږو، هلته د کمپونو څار وکړو چې د ښځو لپاره د اسانتیاوو، پاکو او محرم تشنابونو یا نورو اړتیاوو چاپېریال فضا برابره کړو، د پاکو اوبو زمینه ورته برابره کړو، هر ډول ممکن مرستې ورته برابرې کړم."

فوزیه خان که څه هم تر اووم ټولګي پورې زده کړې کړي خو وايي، د ژباړې په برخه کې، د ویزو اخیستلو برخه کې او ان په حقوقي برخو کې یې د یو شمیر افغان کډوالو ستونزې هوارې کړې دي:

"ماته په هر برخه کې د ستونزو لپاره افغانان مراجعه کوي، لکه څرنګه چې افغانستان کې روغتیایي برخه کې ډېرې ستونزې دي، د پاکستان هرې برخې ته ډېر ناروغان راځي نو زه ورسره همکاري کوم، هغه خلک هم ډېر راته مراجعه کوي چې د ویزو یا پاسپورت ستونزو سره مخ وي"

فوزیه خان وايي د هغو افغانانو لاس نیوی یې هم کړی، چې د کورنۍ غړي یې نیول شوي او د مدافع وکیل د نیولو وس نه لري:

"ډېر دردونکې قضیئ راته راځي لکه ډېری افغانان چې دلته بندیان دي، خپلو کورنیو سره اړیکې نه لري یا د مدافع وکیلانو د نیولو وسې ونه لري یا هغه افغانان چې دلته راغلي او کار او بار نه لري ان د خوراک څه نه لري، زه ورسره همکاري کوم.”

فورزیه خان دا څرګندونې داسې مهال کوي چې پاکستان ته د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو ورسته ډېری تللي افغانان د ویزو ستونزه لري، دا چې په افغانستان کې روغتیايي سکتور له ستونزو سره مخ دی او په اړه یې ان نړیوال راپورونه موجود دي، ډیری افغان ناروغان د درملنې لپاره پاکستان ته هم ځي چې د دغه هیواد په رسمي ژبه اردو نه پوهېږي.

په ورته وخت کې پاکستان په دې ورستیو کلونو کې د افغان کډوال ایستل هم زیات کړي او اوس یې د "پي او ار" کارتونو درلودونکو افغان کډوالو ته هم وخت ورکړی چې د اګست تر ورستۍ نېتې له دغه هیواده ووځي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، سږ کال له ۲.۱ ملیونو ډیر افغانان، له دې شمیر ۳۵۲ زره له پاکستان، افغانستان ته ستانه شوي یا بېرته ستنولو ته اړ ایستل شوي دي.

فوزیه خان له دې سره چې د پاکستان له حکومته غواړي چې د افغانانو په ځانګړې ډول له خطر سره مخ کسانو، شدیدو ناروغانو، ښځو، زده کوونکو او محصلو نجونو ایستل ودروي، له شتمنو او بهر میشو افغانان هم غواړي چې د بېرته ستنېدونکو لاس نیوی وکړي:

“خپلو هغو افغانانو نه چې خیر غوښتونکي دي او یا په اروپا کې اوسېږي غوښتنه مې دا ده چې دې افغانانو لپاره چې مرستو ته اړتیا لري موږ سره لاس یو کړئ، دوی چې ماشومان هم ورسره وي په سفر کې مرستو ته اړتیا لري، باید موږ ټول ورسره همکاري وکړو، که یې افغانستان کې لاسنیوی کولای شئ، ځینې داسې افغانان هم شته چې هلته کورونه او ځمکې نه لري، دوه درې نسلونه یې دلته دي، هدیرې یې دلته پاتې شوې، هغه خلک بېرته افغانستان ته روان دي، باید لاسنیوی یې وشي.”

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *