Добавить новость
World News
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ټاکل شوې ده اسلام اباد په تبعید کې د طالبانو د حکومت د مخالفانو کوربه توب وکړي

یو شمېر پاکستاني خبریالان وايي ټاکل شوې د روانې اګسټ په ۲۵ مه او ۲۶ مه اسلام اباد د طالبانو د حکومت د یوشمیر هغو مخالفانو کوربه توب وکړي چې دا مهال په تبعید کې دي.

لږ ترلږه درې ژورنالستیکو سرچینو ازادي راډيو ته د دغه ناستې جوړېدل تایید کړل.

دوی چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نومونه په راپور کې خپاره شي وویل، چې دا ناسته په اسلام اباد کې د جنوبي اسیا د ستراتیژیکو زده کړو د انستیتیوت ( SASSI) له خوا جوړیږي، خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.

د ناستې د اجنډا په اړه هم لا تر اوسه څه نه دي ویل شوي خو د سرچینو په حواله په دې ناسته کې به یو شمیر افغان پخواني چارواکي، جهادي څېرې او معترضې میرمنې له دې ډلې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي په جنیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد اندیشه او یو شمیر نور برخه واخلي.

که څه هم فوزیه کوفي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو تازه یې په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې دې ناستې ته په اشارې لیکلي، چې باید مدني ټولنې په خپله د ښځو د ستونزو د حل لپاره خبرې وکړي او که د پاکستان په ګډون د سیمې هیوادونه دې خبرو ته زمینه برابروي دا یو مثبت ګام دی.

اغلې کوفي ویلي چې افغان میرمنې اوس مهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان او د حل لپاره یې باید مدنې ټولنې کیني او حل لارې راوباسي.

په همدې حال کې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندیشه ازادي راډيو ته په یو لیکلي پیغام کې په دې ناسته کې خپل ګډون تایید کړ او وې ویل په هرې هغه مدني او ډیموکراتیکه ناسته کې ګډون کوي چې له اوسني وضعیته د وتلو هڅه په کې کیږي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي هم په خپله ایکس پاڼه د دغه کنفرانس د جوړېدو خبر ورکړی دی.

خلیلزاد لیکلي، د طالبانو دغو مخالفانو کې هغه څېرې هم شاملې دي چې د طالبانو د حکومت په ضد د تاوتریخجن مقاومت ملاتړي دي.

خلیلزاد د پاکستان پر دې کار تاسف څرګند کړی دی او دا یې قصدي پارونه بللې خو په جنیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندیشه ازادي راډيو ته وویل: "خلیل زاد غواړي دا بحث له محور وباسي. "

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر حاجي محمد محقق هم په خپله فیس بوک پاڼه کې د خلیل زاد دا دریځ سم نه دی بللی.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي پاکستان غواړي د دغه ډول ناستو په کوربه توب په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت فشار راوړي.

له ډلې یې سمیع یوسفزي ازادي راډيو ته وویل: "د پاکستان د یو انستیتوت له لوري د هغه کسانو رادعوتولو چې د تېر حکومت غړي وو، ښايي ځینې په کې بې طرفه خلک اووسي او دغه شان د مدني ټولنې استازي، دا په ډاګه کوي چې پاکستان له اوسني حالته راضی نه دی او په دې فکر کې دی چې له طالبانو سره یو سیاسي جوړ جاړي ته رسېدل سخت دي، نو د همدې لپاره کرار کرار هغه کسان چې د طالبانو سیاسي مخالفین دي پاکستان ته رامات کړي او په طالبانو جدي فشار واچوي."

دا ناسته په داسې حال کې ترسره کیږي چې په وروستیو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې د پخوا په نسبت ظاهرا په ښه لور روانې دي.

که څه هم د روانې اګسټ په لومړیو کې اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي پلان شوی سفر وځنډیده او وروسته وویل شول چې ملګرو ملتونو متقي ته د سفر اجازه نه ده ورکړې، خو ټاکل شوې چې د همدې اونۍ د چهارشنبې په ورځ کابل د پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو کوربه وي.

د پاکستان جیو نیوز تلویزیون راپور ورکړی چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار به د چهارشنبې په ورځ په کابل کې سره وویني.

د پاکستاني سرچینو په وینا د دې غونډې اجنډا د ترهګرۍ ضد مبارزه او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز( کمربند او لارې) پروژې پراختیا ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *