طالبانو د بشري حقونو د نقض په تړاو د ملګرو ملتو تورونه رد کړل
طالبانو د ملګرو ملتو د بشري حقونو د شورا تورونه چې په افغانستان کې بشري حقونه نه رعایت کیږي، رد کړل.
د طالبانو مرستیال ویاند وویل چې په افغانستان کې هیڅ بشري حقونه نه دې نقض شوي، په اسلامي نظام کې د ټولو اتباعو حقوق خوندې دي او د ځینو بنسټونو ادعاوې په دې برخه کې سمې نه دي.
حمد الله فطرت دا څرګندونې پرون وروسته تر دې وکړې چې د ملګرو ملتو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه ژوره اندیښنه ښکاره شوه.
دا غونډه چې په جینوا کې ترسره شوه د لږ تر لږه اته دیرش هیوادونو او نړیوالو موسسو استازیو پکې ګډون کړی وو. د غونډې برخه والو پر طالبانو غږ وکړ چې د بشري حقونو په برخه کې دې خپلې نړیوالې ژمنې پر ځای کړي.
په دې غونډه کې د تیر په څیر د طالبانو استازیو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.