ملګرو ملتو د افغانستان لپاره د لسګونو میلیونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې
ملګري ملتونو د افغانستان د ختیځ د نیم میلیون زلزله ځپلو لپاره نژدې ۱۴۰ میلیونه ډالره مرسته غوښتې.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، نړیواله ټولنه باید په خپل ټول توان سره د افغانستان د ختیځ له زلزله ځپلو سره یووالي څرګند کړي.