پولنډ وايي ګڼ شمیر روسي بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړي
وارسا وايي ګڼ شمیر روسي بی پیلوټه الوتکې یې چې تیره شپه په اوکراین باندې دیوه پراخ برید په مهال د ګاونډي هیواد پولنډ هوايي حریم ته ننوتې وې نسکورې کړي دي.
په اوکراین کې د روسیې د جګړې دپیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې روسي بی پيلوټه الوتکې د ناټو دیوه غړي هیواد هوايی حریم کې دننه ویشتل کیږي.