د ولسمشر ټرمپ ملاتړی رسنیز فعال چارلي کرک په ډزو ووژل شو
سیاسي او رسنیز فعال او د ولسمشر ټرمپ ملاتړی چارلي کرک په ډزو ووژل شو.ښاغلی کرک د چهارشنبې په ورځ، د یوتا ویلی پوهنتون کې د وینا پر مهال په ډزو ووژل شو او ټرمپ یو ساعت وروسته د هغه د مړینې اعلان وکړ.ټرمپ په خپلې ټولنیزې رسنۍ "ټروت سوشیل" کې ولیکل، "لوی او افسانوي چارلي کرک مړ شو."ټرمپ ولیکل، "په متحدو ایالاتو کې هیڅوک د چارلي په پرتله د ځوانانو په زړونو او ذهنونو ښه نه پوهیده."۳۱ کلن چارلي کرک د ټرننګ پواینټ په نامه د ځوانانو د یوه سازمان له موسسینو څخه وو.ټرننګ پواینټ چې په متحدو ایالاتو کې د ځوانانو ترټولو لوی محافظه کار سازمان دی دتیر کال په انتخاباتو کې یې د ټرمپ د ملاتړ لپاره مهم رول ولوباوه .د مشکوک کس د هویت او د کرک د وژنې د انګیزې په اړه جزئیات لاهم روښانه ندي. د امریکا فدرالي پولیسو FBI پیل کې وویل چې دوی یو مشکوک کس نیولی دی، مګر وروسته څرګنده شوه چې دغه کس په پیښه کې لاس نه درلوده .د پولیسو لخوا تحقیقات روان دي.