داسې مهال چې له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان نه د کډوالو د ستنولو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري ( یو، این، ایچ، سي ار) اعلان کړی چې اړه شوې په افغانستان کې د بېرته ستنېدونکو کډوالو په مرکزونو کې خپل فعالیتونه ودروي.