Добавить новость
World News
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د روغتیا نړیوال سازمان: د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې د ډینګي ویروس په چټکۍ پر خپرېدو دی

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو، اچ، او) د افغانستان ختیځ په ځانګړې ډول ننګرهار ولایت کې د ډینګي ویروس د شکمنو پېښو د ثبت د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دې سازمان په خپل یو تازه دولس مخیز راپور کې چې د نومبر پر ۱۸مه یې پر خپله وېب پاڼه خپور کړی ویلي، د ډینګي ویروس په شکمنو پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او یوازې په روانې نومبر میاشتې کې له زرو ډېرې پېښې ثبت شوي چې د دې سازمان په ټکو، دا د ویروس د فعال خپرېدو نښه ده.

«ډبلیو، اچ، او» وایي دا شمېر د تېرو میاشتې په پرتله ۷،۷ سلنه زیاتوالی ښیي او پر دې ویروس د اخته ناروغانو څخه ۴۱.۶ سلنه یې ښځینه دي چې ۹۸ سلنه یې تر ۵ کلونو کم عمره دي.

د ننګرهار ولایت د بېلایېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي هم وايي په دې وروستیو کې یې د کورنۍ ډیری غړي په ډینګي تبې اخته شوي دي.

د تورخم ښارګوټي یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې یې مېشته خور او د هغې ماشومان په ډینګي اخته شوي دي:

"زما خور په دې ناروغۍ اخته شوه، اوس یې لږ وضعیت ښه دی، خو تر هغې وروسته یې ټوله کورنۍ او ماشومان نیولې، کلینیک ته چې ورشي، یوازې یو دوه تابلیته ورته کاغذ کې تاو کړي."

د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ یو اوسېدونکي حکمت الله هم ازادي راډیو ته وویل چې ماما په دې ناروغۍ اخته شوی، خو په کلي کې یې د روغتیا د نشتون او ناروغۍ د شدېدو له امله تازه کابل کې یو روغتون ته انتقال کړی دی:

"دلته دې وروستیو کې د ډینګي ویروس زیات شوی زما ماما هم پرې اخته شوی، دلته خو متخصص ډاکترانو یا روغتیایي مرکزونو ته هغه سهولت او لاسرسی نشته کومو ته چې اړتیا ده، نو ماما مې چې په دې ناروغۍ اخته دی، هغه یې کابل ته انتقال کړی دی،ماما لا ژوندی دی خو د وینې سپین کرویات یې هر شېبه کمېږي."

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي که څه هم د دې ویروس پېښې په چټکې زیاتېږي خو تر اوسه یې مرګ ژوبله نه ده اړولې او دوی وضعیت څاري.

دا سازمان وایي هڅه کوي چې د ډینګي ماشو د له منځه وړلو د کمپاینونو او د دې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي له لارې د دې ویروس خپرېدل محدود کړي او زیانګالي ټولنې خوندي وساتي.

د ډینګي تبه یوه ویروسي ناروغي ده چې انسانانو ته د ادس مونثو ماشو لخوا لیږدول کیږي، کومې چې په خپلو ځانګړو تور او سپینو نښو پیژندل کیږي.

روغتیا پالان ډینګي ویروس ساري او خطرناکه بولي وايی ان د مړینې لامل ګرځېدلی شي.

د داخلي او انتاني ناروغیو متخصص ډاکتر عطاءالله صیام په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ډینګي ویروسي ناروغي خطرناکه او ساري ده، یو نه بل انسان ته انتقالېږي، او حتی د انسانانو د مړینې لامل کېږي، که ژر کنټرول نه شي کېدای شي ټول هېواد ته خپره شي، د دې کنټرول لپاره باید حفظ الصحه وساتل شي، قوي خواړه وخوړل شي او کوم کسان چې د دې ناروغۍ نښې لري باید روغتون ته ولاړ شي، ټولې کورنۍ دې هڅه وکړي چې ځانونه ګرم وساتي او چې بهر راوځي ماسک دې وکاروي."

د ښاغلي صیام په خبره، په ډینګې تبې ډېری اخته کسان نښې نښانې نه‌لري، خو په ځینو انسانانو کې د دغې تبې نښې نښانې لوړه تبه، سر درد او ځان درد وي او جلدي ستونزې ورته پیدا کېږي.

ډینګه ناروغي کومه ځانګړې درملنه نه لري او ناروغ په درملو کې یوازې پاراستامول خوړلی شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ډینګي ماشې اکثره په ګرمو او نیمه ګرمو لمدو سیمو په ځانګړې ډول هغو ښاري سیمو کې زیاتې وي چې د ککړو اوبو ډنډونه ولري یا هم حفظ الصحی ته په کې نه پاملرنه نه کېږي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د ډینګي پیښو کې وروستی زیاتوالی د ناروغۍ د لا خپریدو مخنیوي لپاره څارنې، د چټک غبرګون قوي ټیمونو او عامه پوهاوي ته اړتیا لري او له چارواکو یې غوښتنه کړې چې د دې ناروغۍ د خپریدو مخنیوي لپاره سمدستي اقدام وکړي.

هڅه مو وکړه په دې اړه په ننګرهار ولایت کې د عامې روغتیا رییس امین الله شریف او د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان نظر ولرو، خو نوموړو د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو امین الله شریف تر دې وړاندې د لړم میاشتې په ۷مه ازادي راډیو د دې ویروس د پېښو د زیاتېدو خبره تایید کړې وه او ویلي وه چې ان د دې ولایت په انتاني روغتون کې د ناروغان بستر ته نور ځای نشته.

خو د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د کنټرول او بېړنیو پېښو ته د چمتوالي او رسېدنې ولایتي مسوول ډاکتر برشید وفا ازادي راډیو سره خبرو کې د ډینګي ناروغیو زیاتوالی تاییدوي او وایی چې دوی یې د کنټرول لپاره هڅې پیل کړي دي:

“واقعا د تېر کال په پرتله سږ کال د ننګرهار په ښار او ولسوالیو کې د ډینګي پېښې زیاتې دي، په دې اړه موږ خپل هر اړخیز اقدامات د عامې روغتیا ریاست تر چتر لاندې روان کړي، موږ د دې ناروغۍ لپاره د ولایت په کچه له ملي او نړیوالو موسسو او سکټوري ریاستونو سره د همغږۍ مجلسونه ترسره کړي، او د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره مو ټولې چارې پیل کړي.”

ښاغلی وفا وایي چې د دې ناروغۍ پېښې د سپټمبر له پایه د نومبر تر پیله ډېرې وې او دوی اکټوبر میاشت کې د ۱۷۴۸ کسانو بېړني تسټونه کړي چې په خبره یې له دې شمېر ۹۵۰ پیښې مثبتې وې.

د «ډبلیو اچ او» د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې، د ننګرهار، لغمان، کونړ، کابل، غزني او پکتیا په ګډون د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ډینګي ۴۳۸۴ شکمنې پیښې راپور شوي، چې له دې شمېر ۱۰۹۶ نمونو څخه ۶۸۵ یې مثبتې ثبت شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *