Добавить новость
World News
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اروپايي ټولنه وايي اوکراین ته "بې له سوده ۱۰۶ اربه ډالره پور" ورکوي

اروپايي ټولنې پرېکړه کړې چې له اورکراین سره د مالي مرستې په توګه ورته "بې له سوده ۹۰ اربه (مېلیارده) یورو (۱۰۶ اربه امریکايي ډالر) پور" ورکړي.د اروپايي ټولنې مشرانو دا پرېکړه د ډېسېمبر پر ۱۹مه تر هغې وروسته کړې چې په راتلونکو کلونو کې د اوکراین د پوځي او اقتصادي اړتیاوو پوره کولو لپاره د روسیې د کنګل شویو شتمنیو کارولو پر وړاندیز موافقه و نه شوه.

د اروپايي ټولنې د شورا مشر انتونیو کوستا د ډېسېمبر پر ۱۹مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په یو بیان کې ویلي، دا پور به د ۲۰۲۶ز او ۲۰۲۷ز کلونو لپاره وي او زیاتوي، "موږ ژمنه وکړه، او موږ یې پوره کوو."

د اروپايي ټولنې د مشرانو د ډېسېمبر ۱۸مې سرمشریزه د دې لپاره وه چې د اوکراین د اړتیاوو پوره کولو په موخه د روسیې لسګونه اربه ډالرو کنګل شتمنیو پر کارولو سلا مشوره وکړي، خو یو لړ قانوني اندېښنو د ټولنې ځینې غړي هېوادونه د دې وړاندیز له منلو وګرځول.

یو اروپايي چارواکي، د نوم نه ښوولو په شرط د مشال راډيو د خبرونو مرکزي څانګې ته وویل چې تر اوږدو بحثونو وروسته څرګنده شوه چې د روسیې له شتمنیو د "تاوان ورکولو" پورونو موضوع لا "ډېر کار ته اړتیا لري ځکه چې مشران د جزییاتو څېړلو لپاره نور وخت" غواړي.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د ډېسېمبر پر ۱۹مه پر اېکس په بیان کې د اروپايي ټولنې مننه کړې ده او دا پور یې "حیاتي" بللی دی.

د اوکراین تمویل په داسې حال کې د ۲۷ غړو ټولنې لپاره لویه مسله ګرځېدلې چې امریکا د کییف مالي ملاتړ کم کړی او د هنګري په څېر هېوادونه هم ورته د پیسو ورکولو محدودولو لپاره فشار راوړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۶ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل څلور کاله پوره کېږي او امریکايي چارواکو په تېرو اونیو کې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د "سولې پلان" په اړه له روسي ولسمشر او اروپايي استازو سره ملاقاتونه کړي دي.

د کیيف ملګري د ۲۸ نکتو لرونکې هغې "لانجمنې طرحې" په اړه وايي چې هغه تر ډېره د روسیې په ګټه ده. د برېتانیا، فرانسې او جرمني په مشرۍ د اوکراین اروپايي ملاتړو د "پلان" په اړه اندېښنه ښوولې ده چې لا تر اوسه په رسمي ډول نه دی په ډاګه شوی البته ځینې مهمې برخې یې افشا شوې دي.

د دې تړون ډېر شرطونه له کییفه بشپړ رعایتونه غواړي چې پکې د روسيې د ډېرو غوښتنو څرک ښکاري. په هغو کې د اوکراین دونېڅک، لوهانسک او کریمیا سیمې روسیې ته تسلیمول او ورسره د اوکراینیو پوځیانو شمېر محدودول هم شامل دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *