ایران ته د اوښتو پرمهال یخې هوا د یوشمیر افغانانو ژوند اخیستی
په هرات کې د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو د سختې یخنۍ له امله د ایران او افغانستان په سرحدي سیمه کې د درې افغان کډوالو او یو شپون مړینه تایید کړې ده.
د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي باختر اژانس ته ویلي په دې اړه لا هم څېړنې رواني دي او ښايي یو شمېر کسان له پولي اخوا مړه شوي وي.