Добавить новость
World News
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په افغانستان کې بند پاکستاني وګړي وايي خپلو کورونو ته دې پرېښودل شي

په افغانستان کې ایسار پاتې پاکستانيو وګړو پر دواړو حکومتونو غږ کړی چې دوی دې خپلو کورونو ته پرېږدي.دا هغه خلک دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو له خرابېدو وروسته د ټولو لارو تړل کېدو له امله هلته بند پاتې دي. هم داسې ګڼ افغان وګړي د پاکستان غاړې ته په دې تمه ناست دي چې لارې به خلاصېږي او دوی به خپل وطن ته ځي.

د افغانستان غاړې ته له ایسار پاتې کسانو څخه د خیبر ضلعې یو اوسېدونکي سمیع الله د ډېسېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې پر قانوني اسنادو کابل ته تللی وو خو اوس کور ته نشي ستنېدلای.

ده وویل، "وېزه او پاسپورټ لرم او په مکمله قانوني توګه کابل ته راغلی یم، خو ۷۰ ورځې وشوې چې دلته ګير یم، دلته مو نه څوک ملګري شته او نه مو د اوسېدو بله څه وسیله شته."

سميع الله وويل چې هلته ډېر غريب خلک ګير دي چې هره ورځ د تورخم دروازې ته ځي او ناهیلي ستنېږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو له کبله په ځانګړې توګه د لاریو ډرایوران په لوی شمېر بند پاتې دي. که څه هم لا په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې دواړو غاړو ته به ټول په څومره شمېر ډرایوران ګیر وي خو د دوی په وینا شمېر یې په سلګونو دی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ لار له هغه وروسته وتړل شوې چې کله د ۲۰۲۵ز کال د اکتوبر پر ۱۲ نیټه د دواړو خواوو ترمنځ جګړه شوې وه.

له خیبر ضلعې د قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپریدي د ډېسېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې دوی دا مسله په قامي اسمبلۍ کې راپورته کړې ده.

د ده په وینا، د پاکستان له وفاقي حکومته یې غوښتي چې له افغانستان سره ټولې لارې نه یوازې د تجارت بلکې د خلکو د تګ راتګ لپاره زر تر زره خلاصې کړي.

د پاکستان حکومت وايي، لارې ځکه نه خلاصوي چې د دوی په وینا، په افغانستان کې واکمن د طالبانو حکومت دا ضمانت نه ورکوي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان خلاف نه استعمالېږي.

خو د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې ناامني د پاکستان کورنۍ مسله ده او په افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري. د دوی په وینا، هیڅ یوه چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هیواد پرضد کار واخلي.

د طالبانو د حکومت په نوښت د ډېسېمبر پر ۱۱مه په کابل کې د دیني علماوو غونډې پرېکړه وکړه چې هیڅ یوه چاته اجازه نشته چې له افغانستانه بهر لاړ شي او هلته نظامي یا جنګي فعالیتونه وکړي. هغه مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان طالبانو د دې پرېکړې هرکلی کړی وو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *