ځینې افغانان په دولتي ادارو او بنسټونو کې د فساد له موجودیته شکایت کوي
یو شمېر عام افغانان شکایت کوي چې په هېواد کې دننه په بېلابېلو برخو کې له فساد سره مخ دي.
دوی ټینګار کوي چې له وېرې په دې اړه غږ نه شي اوچتولای.
له فساد سره د مبارزې او روڼتیا د چارو ځیني پوهان او په افغانستان کې د څارونکو بنسټونو پخواني مسؤولین په دې اړه اندېښنه ښيي او وایي تر هغه چې د درېیمګړو څارونکو بنسټونو فعالیت ته اجازه ورنه کړل شي، له ټولنې د فساد کمښت شونی نه دی او دا ډول شکایتونه به دوام مومي.