Добавить новость
World News
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ملګرو ملتونو کارپوهانو تایید کړه چې د ایران په مظاهرو کې افغانان هم وژل شوي او بندیان دي

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې تایید کړې چې په ایران کې د وروستیو مظاهرو پر مهال افغانان هم وژل شوي دي.
افغانان چې د ملګرو ملتونو د ارقامو په اساس شاوخوا پنځه میلیون یې په ایران کې اوسیږي له زیانګالو لږکیو دي او په نورو پخوانیو کړکیچونو کې هم ورته زیانونه اوښتي دي.
که څه هم ایراني چارواکو او افغانستان کې واکمنو طالب چارواکو لا د ایران په وروستیو مظاهرو کې د وژل شویو افغان اتباعو په اړه څه نه دي ویلي خو د خواله رسنیو کاروونکو او فعالانو او ځینو نورو رسنیزو او د بشري حقونو مدافع بنسټونو د ځینو افغانانو په اړه راپورونه خپاره کړي چې په وروستیو مظاهرو کې وژل شوي.
اکثر دا افغانان د راپورونو له مخې ایران کې زیږیدلي او لوی شوي.
د ازادي راډیو د ایران د څانګې فردا راډیو د موندنو په اساس یو اتلس کلن افغان ځوان یزدان تمنا د مرغومي/جدي په اتلسمه په مشهد کې په سر په مرمۍ ویشتل شوی او وژل شوی دی.
دا افغان ځوان له خپل ایراني ملګري سره د ایران د امنیتي ځواکونو یوې پوستې ته نږدې د مشهد په قاسم آباد سیمه کې هدف ګرځول شوی.
د خواله رسنیو ګڼو کاروونکو په مشهد کې د یوه تنکي افغان الاصله ځوان امیر حسین مرادي یادونه کړې.
دی چې شپاړس کلن وو په مشهد کې پيدا او لوی شوی وو او د نودرې سیمې کې اوسېده چې د مظاهرو پر مهال وژل شوی او مړی یې تر شاوخوا لسو ورځو وروسته په بهشت رضا هدیره کې موندل شوی.
په مشهد کې دوه نور افغان ځوانان ۲۲ کلن کیارش کریم دادي او ۲۰ کلن علیرضا بهبودي هم وژل شوي.
اخوا د هرات یو اوسیدونکی چې جلیل نومېده هم د راپورونو له مخې د ایران د اعتراضونو پر مهال وژل شوی دی.
د یوه بل افغان وژل شوي په اړه هم ایراني رسنیو او فعالانو راپور ورکړی.
له دې ډلې د جنوبي اسیا د رسنیو د څېړنې انسټیټوټ په خپله ایکس پاڼه د جنوري په شلمه راپور ورکړی چې یو افغان تبعه وزیر احمد تاجیک په تهران کې د ایران د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی.
دغه مرکز راپور ورکړی چې دا افغان تبعه د جنوري په اتمه هدف ګرځېدلی او په ډېر احتمال له لومړنیو افغانانو به وو چې د ایرانیانو په مظاهرو کې وژل شوی وي.


له دې سره سره په هرات کې د ایران جنرال قونسل علي رضا مرحمتي ادعا کړې چې افغانان د ایران په وروستیو مظاهرو کې نه وو دخیل.
هغه په خپله ادعا کې زیاته کړې چې ځینې ډلې او هېوادونه غواړي افغانان په اعتراضونو کې ښکېل وبولي څو د افغانستان او ایران اړیکې سړې کړي.
خو له دې سره سره دا دی د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډله چې پکې د بشري حقونو ځانګړي راپورتران، متخصصین او خپلواکه مدافعین شامل دي په ایران کې د لسګونو زرو کسانو د مرګژوبلې یادونه کوي.
دوی همداراز ټینګار کړی چې د ایران رژیم باید ځوابګویه وي او د تري تم شویو کسانو ځای معلوم کړي، ټول نیول شوي معترضین خوشې کړي او د عدالت د ټینګښت تضمین کړي.
دوی په خپل بیان کې دا اوونۍ ویلي چې د ایران رژیم د یواځې ۳۱۱۷ کسان مړینه او د ۳۰۰۰ نورو نیول تایید کړي حال دا چې د بشري حقونو بیلابیلو مدافع سازمانونو د لسګونو زرو کسانو د وژل کېدو راپور ورکړی.


په ایران کې د ډسمبر له ۲۸مې د جنوري تر ۱۶مې په څه باندې ۲۱۰ ښارونو کې د رژیم ضد پراخې مظاهرې وشوې. دا مظاهرې د راپورونو له مخې د ایراني ځواکونو له خوا وځپل شوې چې په ترڅ کې یې لسګونه زره کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل چې په لنډه موده کې د دغو اعتراضونو پرمهال دوه دیرش زره کسان وژل شوي چې دا د ډيرې خواشینۍ وړ خبره ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *