اسلام آباد کې پر شیعه ګانو برید؛ ۳۱ کسان مړه او ۱۷۰ نور ټپیان دي
د جمعې په ورځ د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته نږدې د شیه ګانو یو جومات د یوه خونړي بمي برید هدف وګرځېد. تر ماښام مهاله د لږ تر لږه ۳۱ کسانو د وژل کېدو او د ۱۷۰ نورو د ټپیانیدو خبر ورکړل شوی. اندېښنه شته چې د مرګژوبلو شمېر زیات وي. پولیسو ویلي د جمعې تر لمانځه وروسته په امام باړې سیمه کې دا برید چې ځانمرګې حمله وه ګڼ لمونځ کوونکي هدف وګرځول. د پاکستان صدراعظم شهبازشریف دا برید غندلی دی. چا له د دغه برید مسوولیت نه دی منلی. په همدې حال کې په اسلام اباد کې د امریکا سفارت هم ځانمرګی برید په "کلکه غندلی" دی. Читать дальше...