Добавить новость
17 марта 2026 года

World News in Pashto

Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer




Rss.plus Ria.city
Март
2026
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

Все новости

Pa.azadiradio.com 

اسرائیل وايي علی لاریجاني او د بسیج ځواکونو مشر یې وژلي دي

اسرائیل وايي د ایران د امنیت شورا منشي علی لاریجاني او د بسیج ځواکونو یو مشر یې وژلي دي. ایراني چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي. د اسراییلو اردو وویل چې نن سه شنبه یې په تهران ، شیراز او تبریز بریدونه کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي په کابل کې د پاکستان د تېرې شپې د هوايی حملې د مرګ ژوبلې کچه ۶۷۳ تنو ته رسېدلی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل د پاکستان د هوايي ځواکونو د حوت د ۲۵ مې د ماخسوتن په دې حمله کې په نشه يی توکو روږدي ۴۰۸ کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

په تهران کې د پرله‌پسې چاودنو راپورونه

په ایران کې ځینو کورنیو رسنیو راپور ورکړی چې د سې شنبې په سهار (۲۶ حوت) د تهران په شمال کې د پرله‌پسې چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. الجزیرې چاینل هم نن سهار راپور ورکړی چې د تهران په شمال کې، د سعدآباد ماڼیو کمپلېکس ته نژدې، څو لویې چاودنې اورېدل شوې دي. د اسرائیل پوځ د تهران په وخت د سهار له پیل سره سم په خپل ټیلیګرام کې اعلان وکړ چې «په ټول تهران کې یې پر حکومتي بنسټونو د بریدونو پراخې څپې پیل کړې دي.» د دغو راپورونو خپلواک تأیید ستونزمن دی، ځکه چې په ایران کې انټرنیټ پرې شوی او د معلوماتو ترلاسه کول محدود شوي دي.

Mashaalradio.com 

مردان کې له ۴۰۰ بې وزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته شوې

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې توپوهونکي فخر زمان د يو غير سرکاري تنظيم په مرسته د مردان په ۴۰۰ بې وزله کورنيو کې خوراکي توکي وېشلي دي. نوموړی زياتوي، د ټولنې شتمن خلک دې د ګراني په روان وخت کې د بې وزله او بې وسه خلکو مرسته وکړي. په دې اړه ويډيويي راپور.

Mashaalradio.com 

د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو ۱۰،۰۰۰ کانټېنرونه بند پاتې دي

د ۲۰۲۵ز کال له اکتوبر راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمينځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له وجې د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ نیږدې ۱۰،۰۰۰ کانټېنرونه د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي. د ۲۰۲۶ز کال په جنورۍ کې د پاکستان حکومت افغان سوداګرو ته لارښوونه وکړه چې خپل کانټینرونه بېرته هغو بهرنيو هېوادونو ته بيا لېږلای شي چې له کومه ځایه چې راغلي ول. د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ یو شمېر تاجران وايي چې شاوخوا د۳،۰۰۰ کانټینرونه له کراچۍ بندر څخه دوبۍ او نورو هيوادونو ته بېرته صادر شوي دي خو له ایران سره د امريکا او اسراييلو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د درو میاشتو لپاره د یوناما ماموریت پر غځولو غبرګون

د بخښنې نړیوال سازمان د درو میاشتو په مخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د ماموریت د غځولو پر پرېکړې اعتراض کړی دی. د دې سازمان د جنوبي اسیا سیمه‌ییز دفتر د دوشنبې په شپه (۲۵ حوت) په اېکسپاڼه کې لیکلي: «په داسې وخت کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم خرابېږي، د امریکا په غوښتنه یوازې د درې میاشتو لپاره د یوناما د ماموریت غځول ژوره اندېښنه راولاړوي.» په بیان کې ویل شوي چې که د یوناما ماموریت د یوه کال لپاره غځول شوی وای، نو دا زمینه به برابره شوې وای چې دا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان په کابل کې د پاکستان په برید کې د تر ۴۰۰ زیاتو کسانو د وژل کېدو ادعا کوي

د طالبانو حکومت وايي د پاکستان په بیګاني برید کې په کابل کې یې د معتادانو د درملنې یو مرکز هدف وګرځاوه. دوی ادعا کوي چې په دې برید کې څه باندې ۴۰۰ کسان مړه شوي او د مړینو د شمېر د لوړېدو وېره شته.

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د پوځي اډې ترڅنګ یوه بې پېلوټه الوتکه لوېدلې

پاکستاني رسنیو د شاهدانو په قول راپور ورکړ چې نن (سې شنبې) سهار وختي د راولپنډۍ د چکلاله په سیمه کې د پاکستان د هوايي ځواک یوې اډې ته نژدې د یوې بې‌پيلوټه الوتکې مخه ونیول شوه. ځايي اوسېدونکو ویلي چې د سهار شاوخوا ۶:۵۰ بجې د برېښنا مزي ته څېرمه یوه چاودنه وشوه، او په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې له چاودنې وروسته د یوه بام څخه لوګی پورته کېږي. شاهدانو همداراز ویلي چې د پېښې پر مهال جنګي الوتکې والوتې. تر اوسه د مرګ ژوبلې یا لوی زیان راپور نه دی ورکړل شوی. تر دې دوې ورځې پخوا راولپنډۍ او اسلام... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

طالبان وايي په کابل کې پر روغتون د پاکستاني پوځ په برید کې ۴۰۰ کسان وژل شوي دي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر اېکس پاڼه ليکلي دي چې د مارچ پر ۱۶مه د شپې شاوخوا نهه بجې پر کابل د پاکستاني پوځ د جنګي الوتکو په بمبار کې په نشو د روږدو کسانو روغتون په نخشه شوی چې د هغه په وينا ۴۰۰ کسان پکې وژل شوی او ۲۵۰ نور ژوبل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

هند پاکستان له خپلو ګاونډیو سره په ناوړه چلند تورن کړ

هند په ملګرو ملتونو کې پاکستان له خپل ګاونډیو هیوادونو سره په ناوړه چلند تورن کړ او ویې ویل چې د دغه هیواد له لوري په افغانستان کې هوايي بمبارۍ باید په کوم نوم یادې شي. د ملګرو ملتونو لپاره د هند دایمي استازي پرواتانېني هریش د دوشنبې په ورځ (۱۶ مارچ) له اسلام‌فوبیا سره د مبارزې د نړیوالې ورځې د نمانځنې په غونډه کې، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا جوړه شوې وه، وویل: «د هند لوېدیځ ګاونډی د دې ښه بېلګه دی چې په خپل ګاونډ کې د اسلام‌فوبیا په اړه خیالي کیسې جوړوي.» هغه د پاکستان نوم په مستقیم ډول یاد نه کړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند په کابل کې د معتادانو پر روغتون د پاکستان برید وغانده

هند په کابل کې د پاکستان د تېرې شپې هوايي برید «وحشیانه» او «یو کرغېړن تهاجمي عمل» وباله او ویې ویل چې دا کار د افغانستان د حاکمیت ښکاره سرغړونه ده. د طالبانو حکومت ویلي چې د پاکستان د هوايي برید په نتیجه کې په کابل کې د نشه يي توکو د درملنې پر روغتون لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي. پاکستان دغه ادعا ناسمه کوونکې بللې او ویلي یې دي چې د دوشنبې په شپه یې پوځي تأسیسات او د ترهګرو د ملاتړ بنسټونه په دقیق ډول ویشتي دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال په یوه توند بیان کې وویل... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په کوټه کې یو هنرمند د قبرونو پر کتبو د مړو انځورونه جوړوي

د بلوچستان په مرکز کوټه کې یو هنرمند د قبرونو په کتبو د مړو انځورونه جوړوي. دا ډول قبرونه زیاتره د شیعه ګانو په هدیرو کې دي. د کوټې اوسېدونکي وايي، په کتبو د انځور سره ورته په قبر موندولو کې اسانه وي او عکس هم تر ډېره وخته خوندي وي. بلخوا ځینې مذهبي عالمان دا کار د اسلام له پلوه سم نه ګڼي.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت : کابل کې د معتادانو په روغتون د پاکستان برید کې د مړو کسانو شمیر ۴۰۰ تنو ته ورسید

افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ادعا کوي چې په کابل کې د معتادانو د درملنې په یوه روغتون باندې د پاکستان د هوايي برید د مړو شمیر ۴۰۰ تنو ته ورسیده او ۲۵۰ تنه نور ټپیان دي. حمد الله فطرت زیاتوي چې د "امید ۲ زره بستریز روغتون" په نښه شوی او د ټپيانو د ژغورنې لپاره او دا جسادو د راویستلو لپاره هلې ځلې روانې دي. خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت مخکې ادعا کړې وه چې په دقیقو بریدونو کې یې "پوځي تاسیسات او د تروریستانو د ملاتړ زیربناوې" په نښه کړي دي. اسلام اباد وویل چې کابل او ننګرهار کې یې بریدونه کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو محکمې په زابل کې اوه کسه په درو ووهل

د طالبانو د حکومت سترې محکمې وویل چې دغه کسان په شاه جوی ولسوالۍ کې د غلا او لواطت په تور هریو شل تر دیرشو درو ووهل شول. ستره محکمه زیاتوي چې تورنو کسانو ته د د ولتي ادارو د چارواکو او مراجعینو په حضور کې سزا ورکړل شوه. دغه کسان له ۸ میاشتو تر ۳ کلونو په تنفیذي حبس هم محکوم شوي دي. د طالبانو حکومت د یکشبنې په ورځ هم ۲۱ کسه د قاچاق او د مخدرو موادو او الکولي مشروباتو د قاچاق او خرڅلاو په جرم په کابل کې په درو وهلي وو. بدني سزا باندې تل د بشري حقوقو د سازمانونو او ملګرو ملتونو لخوا تل نیوکه شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې دشري ناروغۍ موارد زیات شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي افغانستان کې د شري ناروغي مخ په زیاتیدو ده. دغه سازمان د دوشبنې په ورځ د مارچ په ۱۶ مه د یو رپوټ په خپرولو سره وویل چې په تیره فبروري میاشت کې افغانستان کې د شري څه دپاسه ۲۶۰۰ نوي موارد او ۱۶ وفیات یې ثبت شوي دي. د ملګرو ملتونو دغه اداره زیاتوي چې دغه شمیر د مخکنۍ میاشتې په پرتله ۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي. د روغتیا نړیوال سازمان دغه راز په فبروروي میاشت کې د تنفسی شدید عفونت د ۱۵۷ زره مواردو او د ۳۱۳ اړوندو وفیاتو هم خبر ورکوي او وايي چې دغه شمیرې د جنوري میاشتې ابتلا ته په کتو ۳ سلنه کموالی ښيي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امنیت شورا د یوناما ماموریت یواځې درې میاشتې تمدید کړ

امنیت شورا د یوناما ماموریت یواځې درې میاشتې تمدید کړ. دغه لنډ تمدید په شورا کې د لویو قدرتونو ترمینځ د طالبانو د واکمنۍ سره دنړیوالې ټولنې د تعامل د څرنګوالي په هکله اختلافات په ګوته کوي. دشنونکو په باور لنډ مهالی تمدید امنیت شورا فرصت په لاس ورکوي چې دیوناما په ماموریت هر اړخیزه کتنه وکړي.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *