Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2022

Новости за 10.01.2022

Pa.azadiradio.com 

د ینس سټولټنبرګ خبرداری؛ که روسیه اوکراین اشغال کړي درنه بیه به وګالي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن یو ځل بیا مسکو ته خبرداری ورکړ چې که اوکراین اشغال کړي نو درنه بیه به وګالي. خو هغه زیاته کړه چې په جینوا کې د امریکا او روسیې امنیتي مذاکرات به چې نن پیل شول د دې کړکېچ د حل لپاره یوه لاره ومومي.  ښاغلي سټولټنبرګ دا څرګندونې نن په بروکسل کې د اوکراین د اروپا او یورو اتلانتیک د چارو له مرستیال وزیرې اولها ستیفا نیشینا سره د کتنې پر مهال وکړې.  مېرمن ستیفانیشینا وویل چې اوکراین قزاقستان نه دی. نوموړې وایي:" اوکراین قطعاً قزاقستان نه دی. د اوکراین تر ټولو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان ولسمشر: د افغانستان په شمال ختیځ کې نږدې ۶ زره وسله وال فعال دي

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وايي، شااوخوا ۶ زره افراطي وسله وال د افغانستان په شمال ختیځ کې د ډله ییز امنیت د سازمان د غړو هېوادو یا د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو په سرحدونو کې فعال دي. ښاغلي رحمان د دې سازمان په انلاین سرمشریزه کې چې نن د قزاقستان د سیاسي بحران په اړه د بحث لپاره جوړه شوې وه دا وینا وکړه. رحمان وایي:" موږ له دې کبله ډېر اندېښمن یو چې د داعش ډلې د خراسان څانګې جنګیالي د افغانستان په قلمرو کې خپل حضور پیاوړی کوي. زموږ د ځانګړو خدماتو د معلوماتو له مخې د ډله ییز امنیت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل په هوایي ډګر کې ورک شوی ماشوم ۵ میاشتې وروسته خپلو خپلوانو ته وسپارل شو

هغه ماشوم چې تېر میلادي کال د اګسټ میاشتې په ۱۹مه د کابل په هوایي ډګر کې نادرکه شوی و ۵ میاشتې وروسته خپلوانو ته وسپارل شو. کابل مېشتي ۲۹ کلن ټکسي چلوونکي حامد صافی وایي، د اګسټ میاشتې په ۱۹ مه د کابل په هوایي ډګر کې د ګڼې ګوڼې پر مهال مې داسې یو ماشوم وموند چې له مور او پلاره لېرې په یوه څنډه کې پروت و.  حامد هغه له ځانه سره کور ته یووړ او د خپلو درېیو لوڼو ترڅنګ یي لکه خپل اولاد داسې وساته.   حامد صافي رویټرز ته وویل: "هوایي ډګر ته دننه شوم ومې لیدل چې ماشوم پروت دی، ماشوم له‌منځه تلو، ځکه وضعیت یې ډېر خراب و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په اندونیزیا کې د افغان کډوالو د عدالت غوښتنې کمپاین؛ طالبان: خپل هېواد ته راشئ

په اندونیزیا کې د افغان کډوالو لپاره د عدالت د دویم ځل لپاره ټویټري کمپاین پیل شوی. ۳۲ کلن جواد رباني د دایکندي ولایت دی. دی چې د کابل پوهنتون د ځمکې پېژندنې له پوهنځي څخه دی اته کاله کېږي چې له هېواد او کورنۍ لرې په اندونیزیا کې په بې برخلیکه حالت کې ژوند کوي. دی وايي، دې ستونزو دی او نور افغان کډوال اړ کړل چې په پراخو لاریونونو لاس پورې کړي. جواد ازادي راډیو ته وویل، اوس یې د ستونزو د حل لپاره یواځینۍ لاره ټویټري کمپاین کول دي. نوموړي زیاتوي:" په اندونیزیا کې د یوې ډېرې اوږدې او ستړې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې د هندوانو اجتماعي ودونه شوي

پاکستان هندو کونسل د جنورۍ پر نهمه په کراچۍ کې د لسګونه هندوانو ودونه کړي دي. یاد سازمان هر کال د بېوزله هندوانو واده کوي او ورته د کور شیان ورکوي. په هندو دین کې واده فرض دی خو په پاکستان کې مېشت هندوان د بېوزلۍ له وجې د خپلو بچیو په ودونو کې له مشکلاتو سره مخامخېږي. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

څېړنه: د افغانستان خبریالان د اقتصادي او امنیتي پلوه په ډېر بد وضعیت کې دي

په افغانستان کې د خبریالانو له امنیتي او مادي وضعیت اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي.  د افغانستان رسنیز بنسټ 'د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو اقتصادي وضعیت د طالبانو له واکمنۍ مخکې او وروسته' په نوم یو تازه راپور خپور کړی چې په کې له ۴۶۲ تنو خبریالانو سره  خبرې شوي چې له دې شمېر ۷۲ یې خبریالانې یا هم د رسنېزو کارکوونکې دي. د خبریالانو دغه بنسټ لیکلي چې بد اقتصادي وضعیت، د مادي او بدني امنیت نشتون، د کار کموالی، د تاوتریخوالي دوام او د کاري امنیت نشتون هغه ستونزې دي چې په دغه هېواد کې یې د خبریالانو پر وړاندې پرتې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان ولسمشر: د تېرې اوونۍ لاریونونه د تروریستانو یرغل او د کودتا هڅه وه

د قزاقستان ولسمشر په دې هېواد کې د وروستیو ناامنیو پړه پر یوه ځانګړې ځاله چې د ده په وینا پر واکمنۍ د ولکې هڅه یې کوله واچوله.  قاسم جومارت توقایوف نن دوشنبې( د مرغومې په ۲۰مه) د پخواني شوروي له جمهوریتونو جوړ، د ډله ییز امنیت د سازمان د غړو هېوادونو انلاین سرمشریزې ته د وینا پرمهال دا ادعا وکړه. دا سرمشریزه د قزاقستان د وروستیو تحولاتو په اړه د بحث لپاره جوړه شوې ده.  توقایف وویل، د اصلاحاتو د غوښتونکو مظاهره چیانو اعتراضونه چې په ترڅ کې یې تاوتریخوالی پېښ شو اوس پای ته رسېدلي دي. هغه زیاته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر: ایران کې مو له احمد مسعود او اسماعیل خان سره ولیدل

د طالبانو حکومت مني چې ایران ته تللي پلاوي یې تهران کې له احمد مسعود او د ملي مقاومت د جبهې له ځینو نورو غړو سره کتلي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم رسنیو سره خبرو کې دا لیدنه تائید کړې. ښاغلي متقي له ایرانه د راستنېدو پر مهال د کابل حامد کرزي هوايي ډګر کې رسنیو ته وویل، احمد مسعود او محمد اسماعیل سره یې کتنه کې هغوی ته ډاډ ورکړی چې هر وخت وغواړي افغانستان ته راستنېدای شي. "متقي وویلبلی! له قوماندان اسماعیل خان او احمد مسعود سره مو ایران کې ولیدل. له نورو افغان کډوالو سره مو هم ولیدل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په لعلپورې کې چاودنه؛ د ۶ ماشومانو په ګډون ۷ تنه وژل شوي

د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې چاودنې د ۶ ماشومانو په ګډون ۷ تنه وژلي او ۴ نور ټپیان دي. د لعلپورې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او عیني شاهد عثمان نن دوشنبه( د مرغومې په ۲۰مه)  ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د خاص لعلپورې سیمې مربوط ورسک ابتدایه ښوونځي مخې ته د جوارو د پولۍ د پلورلو په یوه کراچې کې شوې ده. د سرچینې په خبره، چاودنه د یاد ښوونځي د رخصتۍ پرمهال کله چې زده کوونکي ماشومان د پولیو د اخیستلو په خاطر د کراچۍ شااوخوا راټول وو، شوې چې په کې د یاد ښوونځي ۶ زده کوونکي او یو تن چې پولۍ پلورونکی دی، ووژل شول او ۴ تنه ټپیان شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: ملا هبت‌الله فراه ته سفر کړی او له دیني علماوو سره‌یې سلا مشورې کړي

طالبان مني چې پرون یکشنبه د دوی مشر فراه ولایت ته سفر کړی دی. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ملا هبت الله اخندزاده تېره ورځ په یاد ولایت کې د دغه ولایت له مطرحو دیني علماوو سره کتلي او په بېلابېلو برخو کې یې ورسره سلا مشورې کړې دي. کریمي وایي:" عاليقدر حفظه الله تېره ورځ فراه ولایت ته تللی او هلته یې له جیدو علماوو سره ناستې درلودې او بېلابېلو موضوعاتو باندې یې ورسره مشورې او مجلسونه وکړل، عاليقدر امیرالمومنین حفظه الله په کندهار ولایت کې اوسېږي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان الماتي ښار کې تر پنځه ورځنۍ پرچاوۍ وروسته انټرنېټ بېرته فعاله شو

د ازادې اروپا/ ازادۍ راډيو قزاقي څانګې راپور ورکړی چې په الماتي ښار کې نن سهار وختي انټرنېټ عادي حالت ته راغی او خلک اوس ویبپاڼو او دغه راز پیغام لېږلو ته لاس رسی لري. دغلته انټرنېټ او د مخابراتو سیستم تېره اوونۍ هغه مهال ټکنی او محدود شو چې هېواد شموله اعتراضونه وپارېدل او د همدې انټرنېټي تشې له کبله دا څرک هم نه لګېده چې سیمه کې څه روان دي. تراوسه دا معلومه نه ده چې الماتي کې انټرنېټ په دایمي بڼه بېرته عادي حالت ته راغلی او که نه، خو تېرو څو ورځو کې یوازې د څو ساعتونو لپاره انټرنېټ په پلازمېنه نورسلطان او نورو ښارونو کې فعاله وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: په ډیورند کرښه د پېښو جنجالونو د حل په اړه له طالبانو سره خبرې روانې دي

پر ډیورند کرښه د طالبانو د حکومت او پاکستاني لوري ترمنځ د کشمکشونو په دوام اسلام‌اباد وايي، د دې ستونزې د حل په اړه له طالبانو سره خبرې روانې دي. د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار معید یوسف چې تمه ده لنډ راتلونکي کې کابل ته راشي، د دې بحثونو د دوام خبر ورکوي. ښاغلي یوسف له جیو نیوز سره مرکه کې ویلي، پر ډیورند کرښه د اغزن تار غځول د دې کرښې د رسمیت پېژندنې موضوع سره هېڅ اړیکه نه ‌لري، ځکه د ده په خبره دا یو پېژندل شوی نړیوال سرحد دی. نوموړی وایي: "خبرې روانې دي. وګورئ، پوله هغوی یا هم موږ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: پلاوي مو تهران کې له احمد مسعود او اسماعیل خان سره لیدلي

د طالبانو حکومت وايي چې د دوی پلاوي په تهران کې له دوو مخالفو مشرانو احمد مسعود او اسماعیل خان سره لیدلي دي.  د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي چې د دې پلاوي مشري یې کوله، د دې لیدنې په اړه نن په کابل کې خبریالانو ته وویل: "له قوماندان اسماعیل خان او احمد مسعود او نورو افغانانو سره مو هم په ایران کې ولیدل. ټولو ته مو ډاډ ورکړ چې ټول راتلی شي په هېواد کې ډاډه ژوند کولای شي. موږ هېچا ته د امنیت او نورې ستونزې نه‌جوړو." د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر ټویټر په یوه بیان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په چین کې د افغانستان سفیر جاوید احمد قایم استعفا وکړه

په پېکېنګ کې د افغانستان سفیر جاوید احمد قایم نن استعفا وکړه.  ښاغلي قایم پر ټویټر په یوه بیان کې خپله استعفا اعلان کړې او لیکلي یې دي چې د یو لړ شخصي او مسلکي دلایلو په خاطر خپله دنده پرېږدي. هغه زیاتوي چې نه غواړي دا دلایل یاد کړي.  څو اوونۍ مخکې په ملګروملتونو کې د افغانستان پخواني سفیر او فوق العاده استازي غلام محمد اسحاق زي هم خپله استعفا وړاندې کړه او پر ځای یې د ده مرستیال نصیر احمدفایق پر دنده وګومارل شو.  په بهر کې د افغانستان ډیپلوماتیکي استازولۍ د طالبانو له واکمنېدو وروسته په یوه لانجمنه مسئله بدله شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: په هلمند کې مو د ۵ سوه زره نیالګیو د روزلو لړۍ پیل کړه

د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په هلمند ولایت کې یې د ۵ سوه زره نیالګیو د روزلو لړۍ نن پیل کړه.   د دې وزارت ویاند مستعین عمري نن دوشنبې( د مرغومې په ۲۰مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه لړۍ د یو شمېر ملاتړو موسسو په همکارۍ د دې ولایت په بولان ولسوالۍ کې پیل شوې ده.   د نوموړي په خبره، په یادو نیالګیو کې میوه لرونکي او بې میوې نیالګي شامل دي چې د قوریو جوړولو لپاره یې سیمه مشخص او چارې یې پیل شوې.   د ښاغلي عمري په وینا، د دې پروژې په پیل سره به شااوخوا ۳۰۰ کسانو ته د کار زمېنه برابره شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او روسیې پلاوو په جنوا کې سره وکتل

د امریکا او روسیې پلاوو په جنوا کې د پلان شویو خبرو په درشل کې بېګا په یوه کاري ماښامنۍکې سره وکتل. په پام کې ده چې دواړه لوري نن دوشنبې ( د مرغومې په ۲۰مه) د سټراتیژیک او امنیتي ډیالوګ په نوم د اروپا په درېیو ښارونو کې د غونډو په لړۍ کې د خپلو اختلافونو په اړه بحث وکړي. د دې غونډې د جوړېدو غوښتنه داسې مهال شوې چې مسکو د یوه امنیتي تړون جوړېدل غواړي او د اوکراین د پولو په اوږدو کې یې سرتېري ځای پرځای کړي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې وینډي شېرمن چې د امریکايي پلاوي مشري کوي بېګا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د اوبو رسونې د ۹۸ بېلابېلو پروژو تړونونه لاسلیک کړل

د طالبانو د حکومت د کليو او پراختیا وزارت د ۳۵۷ ملیونو افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې د ۹۸بېلابېلو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.   د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبر پانه کې چې تېره ورځ ناوخته خپره شوې ویل شوي دغه تړونونه د یاد وزارت د سرپرست او د  ۲۷ ولایتونو اړوند د کلیو د پراختیايي شوراګانو تر منځ لاسلیک شوي دي.  په خبر پاڼه کې ویل شوي د دې پروژو په تطبيق سره به شااوخوا ۱۸۳۰۰۰ کسان د څښاک د اوبو او حفظ الصحې له اسانتیاوو برخمن شي او د یادو  پروژو د جوړولو چارې به د ځايي خلکو لپاره شااوخوا ۳۰۵۰۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په جنیوا کې امریکا او روسیې د خبرو له پیل وړاندې سخته لهجه کارولې 

په جنیوا کې د امریکا د متحدو ایالاتونو او روسیې ترمنځ د خبرو له پیل وړاندې دواړو لورو سخته لهجه کارولې ده.   د سټراټیژیک او امنیتي ډیالوګ په نوم دغه سرمشریزه پرون د سویس په جنیوا کې پیل شوه چې نن دوشنبه هم دوام کوي.   واشنګټن خبرداری ورکړ چې دا په مسکو پورې اړه لري چې د بندیزونو د نرمولو په اړه ډیالوګ غوره او د اوکراین په اړه له تقابل ډډه وکړي.   د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون «CNN» ټلوېزیون ته وویل، د ځینو دغو اختلافاتو د حل او د تقابل د مخنیوي لپاره د ډیالوګ او ډیپلوماسۍ لار شته. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نیویارک په برونکس ښار کې اور لګېدنه؛ د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۹ کسان وژل شوي

د امریکا د متحدو ایالاتونو چارواکي وايي د ۹ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۹ کسان هغه وخت مړه شول چې د نیویارک ښار به برونکس ښار کې یوې لویې ودانۍ اور واخیست.   د دغه ښار د اور وژنې ادارې ویلي چې پرون د دې ۱۹ منزله ودانۍ د اور مړه کولو لپاره ۲۰۰ اور وژونکي لاس په کار شول.  په دې اورلګېدنه کې ۶۳ کسان ټپیان شوي چې له ډلې یې ۳۲ کسان په روغتونونو کې بستر شوي دي.   چارواکي وايي، د اورلګېدنې د علت په اړه څېړنې کېږي.

Pa.azadiradio.com 

عبداللهيان: د امریکا  یوه تګلاره د افغانستان او ګاونډیو ترمنځ د اختلاف ایجاد و

راپورونه وايي ایران او طالبانو په سیمه کې د امریکا د حضور له کبله د واشنګټن پر بهرني سیاست انتقاد وکړ او ویې ویل چې امریکا ګاونډي هېوادونه د یو بل پر وړاندې دروي.   د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له خپل افغان سیال امیر خان متقي سره پرون په تهران کې د کتنې پر مهال وویل، د امریکا د سیاستونو یوه تګلاره د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اختلاف ایجاد و.   د جرمنی خبري اژانس د ایران د تسنیم اژانس په حواله راپور ورکړ چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، واشنګټن په خپل دغه سیاست کې بریالی نه و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

‎بلېنکن قزاقستانه ته: وضاحت راکړئ چې ولې مو د امنیتي تړون ځواکونه درغوښتي؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توقایف هغه امر چې نوموړي د وژلو د ډزو نوم ورکړی غندلی او ویلي یې دي، واشنګټن د مرکزي اسیا له دې هیواده غوښتنه کړې چې وضاحت ورکړي، ولې یې دې ته اړتیا پیدا کړې چې د روسیې په مشرۍ د امنیتي تړون امنیتي ځواکونه د کورني تاوتریخوالي لپاره ور وغواړي.  بلېنکن پرون یکشنبې له اې بي سي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې د وژلو لپاره امر چې په دغه پیمانه ورکړل شوی، غلط دی او باید لغوه شي.  د قزاقستان په ښارونو کې روانې مظاهرې چې په لومړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک: هڅه کوو چې ډیجیټالي بانکداري بېرته فعاله کړو

د افغانستان بانک چارواکي وایي، هڅه کوي چې د اې ټي اېم او پې او اېس اسانتیاوې او د موبایل په ذریعه بانکداري به بېرته فعاله کړي.  د دغه بانک ویاند محمد صابر مومند وایي، پرون په یوه غونډه کې د سوداګریزو بانکونو له استازیو سره په غونډه کې د مالي خدمتونو د پراختیا او د پیسو د رایستلو د «ATM» ماشینونو د فعالولو په اړه خبرې وشوې.  مومند وایي:"افغانستان بانک یوځل بیا ګرانو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې عادي حالاتو ته د بانکې سکتور د راګرځولو لپاره جدي هلې ځلې روانې دي او ان شاء الله چې ډېر ژر به ښکاره پایلې... Читать дальше...


Сергунина: Четыре новые площадки фестиваля «Времена и эпохи» открылись в Москве

Путин: День России надо отмечать как символ непрерывности тысячелетней истории

Мощный ливень накрыл Москву

Полковнику Халикову из Кузбасса присвоили звание Героя России



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Мощный ливень накрыл Москву

В КЧР стартовал региональный этап всероссийской военно-спортивной игры «Победа»

Путин: День России надо отмечать как символ непрерывности тысячелетней истории

Спецназовец Турпал в одиночку штурмовал пятиэтажку и взял в плен двух бойцов ВСУ

Музыкальные новости

Армянские ковры Арцаха (Карабаха) с уникальным орнаментом представлены как «генетический код» Азербайджана - сайт monumentwatch

Bloomberg: ЕС намерен ввести санкции против «Совкомфлота»

Торжественная церемония закрытия VII Международного Фестиваля театральных школ стран БРИКС+ на ВДНХ

«Первый Бит» доработал логистические процессы производителя пищевой упаковки «Пище-Поли-Пласт»

Новости России

МВД Кувейта: при пожаре в жилом доме на юге страны погибли 49 человек

Сергунина: Четыре новые площадки фестиваля «Времена и эпохи» открылись в Москве

FT: США увеличат список российских компаний, за связь с которыми грозят санкции

Армения выходит из ОДКБ: России следует ждать появления французских военных на Кавказе

Экология в России и мире

Маршруты и экскурсии: уникальная экспедиция по Новгородской области

Какие украшения чаще всего дарят на годовщину свадьбы: исследование «585*ЗОЛОТОЙ»

«Новая разработка для защиты от огня»: компания из Реутова создала малый модуль пожаротушения «Лавина Комби»-45

Куда россияне теперь ездят на отдых: составлен реальный список стран и российских регионов, пользующихся спросом

Спорт в России и мире

Сафиуллин не смог пробиться во второй круг турнира ATP в Штутгарте

Блинкова вылетела с турнира WTA в Хертогенбосхе

«Мирра Андреева обладает удивительной выживаемостью» // Олимпийская чемпионка по теннису Елена Веснина об итогах женского Roland Garros

Федерер рассказал о недооценке Джоковича на старте карьеры

Moscow.media

Быстро как. У хуситов появилась гиперзвуковая "Палестина". Наши подвезли?

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Соцфонд выдал проактивно 3,2 млн сертификатов на материнский капитал

Американский инсулин “Хумалог” больше не будут поставлять в РФ

"Дети в шоке". В Новоуральске машина ДПС сбила байк с детьми 13-ти и 8 лет







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *