Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2022

Новости за 04.03.2022

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا د کرکټ پخوانی ملي لوبغاړی شین وارن ومړ

د اسټرالیا د کرکټ پخوانی ملي لوبغاړی شین وارن د زړه د حملې له امله ومړ. نوموړي ۵۲ کاله عمر درلود چې نن د تایلنډ په کوساموي ښار کې یې ساه ورکړه.  د کرکټ د مشورې وېب پاڼې کرک اېنفو د راپور پر بنسټ نوموړی په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د اسټرالیا لپاره لومړنۍ ټېسټ یا پنځه ورځنۍ لوبه وکړه، وروسته د پنځوس اورېزه لوبو لپاره هم وټاکل شو او ان تر ۲۰۰۷ میلادي کاله يې نړیوال کرکټ وکړو.  شین وارن په خپل وخت کې د اسټرالیا مهم ورو توپ اچونکی بلل کېده چې په ښي لاس يې لیګ بریک ګوګلي توپ اچونه کوله.  نوموړي په ۱۴۵... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پېښور پر جومات ځانمرګي برید کې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي

د پېښور په کوچه رسالدار کې د اهل تشیع په یوه جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال په ځانمرګي برید کې ۵۶ کسان وژل شوي او تر ۱۹۰ زیات ژوبل دي. چارواکي وايي، د مارچ پر څلورمه وسله وال لومړی له جومات سره نېږدې پر پولیسانو ډزې وکړې او وروسته یې ځانمرګی برید وکړ. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا ډنډ پټان کې بمي چاودنې ۳ ولسي وګړي وژلي او ۲۰ یې ژوبل کړي

د مارچ په ۴مه د جمعې لمانځه وروسته د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ د څېړی کڅ د خروټو کلي  د سپین جومات شاته چاودنه شوې چې ۳ ولسي وګړي په کې وژل شوي  او۲۰ تنه نور  ټپیان شوي دي. ځايي اوسیدونکي وايي، د پېښې یو شمېر ټپيان د درملنې لپاره د څمکنیو ولسوالۍ، ځینې هم د پکتیا مرکز ګردېز ولایتي روغتون او یو شمېر نور د درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته لیږدول شوي دي. د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي خالقیار احمدزي ازادي راډیو ته پېښه تائید کړه او ويې ویل چې د چاودنې په اړه د اړوندو کشفي او امنیتي ادارو له خوا پلټنې پیل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پېښور یوه جومات کې چاودنې له ۵۰ زیات کسان ووژل

په پېښور ښار کې په یوه جومات کې چاودنه شوې ده چې په کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پېښور د لېډي ریډنګ روغتون ویاند وايي، پېښه کې د وژل شوېو شمېر ۵۶ ته رسېدلی دی او ۱۹۴ کسان ژوبل دي. محمد عاصم د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، په ټپیانو کې د شپږو کسانو روغتیايي حالت خراب دی. تردې مخکې، د روغتون بلې ویاندې ناهید جهانګیر ویلي و، چارواکو په روغتون کې بیړنی حالت اعلان کړی دی. د خېبرپښتونخوا د اعلا وزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف هم تایید کړه چې حمله کې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو وېره شته. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان ولې پر اوکراين بې پرې دريځ خپل کړی؟

د مارچ پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې د اروپايي ټولنې او د هغې اتحادیې د غړو هېوادونو تر څنګ د اسټرالیا، جاپان، کاناډا او بريتانيې سفیرانو په یو ګډ بيان کې له پاکستانه د روسي يرغل پر ضد د سفارتي مرستې غوښتنه کړې وه.

Mashaalradio.com 

بلاول بوټو زرداري پر وزیراعظم غږ کړی چې استعفا دې ورکړي

وزیراعظم عمران خان په بیا بیا ویلي دي چې په ۲۰۱۸ز کال کې د پاکو او منصفانه انتخاباتو له لارې واک ته رسېدلی او خپله پینځه کلنه دنده پوره کوي. نوموړی همداراز وايي چې انتخابات به په ۲۰۲۳ز کال کې پر ټاکلي وخت کېږي.

Mashaalradio.com 

پاکستان او ازبکستان د طالبانو د حکومت په نړیوال رسمیت پېژندنه غږېږي

عمران خان د مارچ پر درېیمه په اسلام اباد کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایېف سره تر لیدو وروسته په ګډه خبري غونډه کې دا هم وویل چې هڅه کوي چې د افغانستان د کنګل شتمنیو د ازادولو هڅې کوي.

Pa.azadiradio.com 

د داعش د خراسان څانګې یو پخوانی مهم غړی'مسلم دوست' طالبانو سره یوځای شو

د داعش د خراسان څانګې یو پخوانی مهم غړی نن (جمعه د کب په ۱۳مه) د ننګرهار د استخباراتو په ریاست کې په جوړو شوېو مراسمو کې راڅرګند شو او له ځایي طالب چارواکو سره یې خپل بیعت اعلان کړ. د داعش د خراسان څانګې دغه مهم غړی عبدالرحیم مسلم دوست نومېږي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې له ظهور سره سم ورسره یوځای شو خو د نوموړي په خبره، په همغه لومړنیو وختونو کې ترې بېرته جدا شوی و. مسلم دوست نن په همدې اړه په جوړو شوېو مراسمو کې له داعش سره د یوځای کېدو لامل د افغانستان او اسلام څخه دفاع، خو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانه ژورنالېسته زهرا جویا، د ټایم مجلې د ۲۰۲۲م د ۱۲ښځو نوم‌لړ کې راغلې

د لندن د ټایم مجلې د پنجشنبې په ورځ، د ۲۰۲۲ کال د ۱۲ هغو ښځو نومونه خپره کړل چې د برابرۍ لپاره یې هڅې کړي دي. زهرا جویا، افغان ژورنالېسته او د "رخشانې" په نوم د یوې رسنۍ موسسه ده چې د ښځو په تړاو فعالیت کوی. د دې نوم هم د دې ۱۲ ښځو په نوملړ کې راغلی. مېرمن جویا چې افغانستان کې د طالبانو له حاکمیت وروسته، لندن ته پناه وړې وایي، د طالبانو د لومړي حاکمیت په دوره کې د دې له امله چې نجونو د زده کړو او ښوونځي ته د تګ اجازه نه درلوده، د هلکانو جامه کې ښوونځي ته تلې او زده کړې یې کړي دي. هغه چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کونړ کې د وژل شوي ځوان کورنۍد پېښې عاملینو ته ' سخته'سزا غواړي

په ختیځ ولایت کونړ کې د هغه زلمي جنازه د سلګونه کونړیانو په برخې اخیستنې ترسره شوه چې تېره ورځ د خپل ورور د واده له مراسمو وروسته د سیمه ییزو طالبانو په ډزو وژل شوي وو. دی نن دوه بجې د کونړ د مرکز اسعد اباد د دم کلي په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. قاري یاسین چې د ښوونځي د یوولسم ټولګي زده کوونکی و، تېره ورځ د کونړ د شیګل ولسوالۍ ته په لاره د سیمه ییزو طالبانو له لوري په ډزو اول ټپي او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه. د کورنۍ غړي يې وايي، تېره ورځ يې د مشر ورور د واده له مراسمو وروسته غوښتل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د 'نوروز' نمانځنه د شریعت خلاف عمل دی، په اړه یې لا پرېکړه نه‌ده شوې

۷۵ کلنه نفس جان د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په دوره کې د نوروز د نمانځنې کیسه کوي، نوموړې چې  خپل ټول عمر یې په پلازمېنه کابل کې تېر کړی، دا په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان د تاریخي پېښو او بدلونونو شاهده ده.  نفس جان وایي، که څه هم نوروز د افغانستان له پخوانیو جشنونو څخه دی، خو طالبانو په خپله واکمنۍ دا جشن له سترګو غورځولی دی: "نوی کال به مو نمانځه، شاه شهید او باغ بابر ته به تلو، خواړه مو ځان سره یوړل، د مبارکۍ لپاره به د خپلوانو کره ورتلو، خو چې لومړۍ دوره کې طالبان راغلل اجازه به یې نه ورکوله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې طالب چارواکو له نیول شوېو نشه يي توکو یوازې شراب له منځه وړي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر راتګ وروسته دا لومړی ځل دی چې هرات کې دومره ډېر شراب له منځه وړل کېږي چې نور نشه يي مواد په کې نشته. د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر ملاحیات الله روحاني وايي، د دوی ځواکونو د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څه د پاسه دوه زره لېټره شراب نیولي دي. روحاني زیاته کړه: "دوو میاشتو کې د نشه يي موادو د کاروبار په تور سل کسان نیول شوي، دغه ډول له ځینو دوکانونو او کارخانو څخه هم دوه نیم زره لېټره شراب را ټول... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

اوکراین: روسیو ځواکونو اټومي بټۍ نیولې؛ کییف او مسکو بشري دهلېزونه پرانیزي

په همدې حال کې مسکو او کییف د اوکراین په هغو سیمو کې د بشري مرستو لپاره د دهلېزونو پر پرانیستو سلا شوي چې پکې سخته جګړه روانه ده. اخوا د ناټو اېتلاف د بهرنیو چارو وزیران په برسلز کې غونډه لري.

Pa.azadiradio.com 

امریکا افغانستان کې نشه يي توکو سره د مبارزې برخه کې پر مرستو له سره غور کوي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې پر نشه يي موادو د نړیوال کنټرول ستراتيژۍ په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ. په دې راپور کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او هيرويينو او ښیښې د جوړولو دوام په اړه اندېښنه ښودل شوې او دا يادونه هم شوې چې اوس هم له ګاونډيو هېوادونو څخه افغانستان ته هغه کېمياوي مواد قاچاقېږي چې د نشه يي موادو په جوړولو کې کار ځینې اخيستل کېږي. د امريکا متحده ايالاتونو ويلي، د تېر ميلادي کال د اګسټ په مياشت کې په کابل کې د دوی د سفارت له تړلو سره، د امريکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر اوکراین د روسیې یرغل او ملګروملتونو کې د افغانستان پر مثبتې رایې غبرګونونه

وروسته له هغه چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي سرپرست استازی نصیر احمد فایق، پر اوکراین د روسیې د برید په اړه د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د دې سازمان پرېکړې ته مثبته رایه ورکړه، دغه پرېکړې ګڼ غبرګونونه راوپارول. په مسکو کې د افعانستان سفیر سید طیب جواد، د دې سفارت په ټویټرپانه کې د یوې بیانیې په خپرولو سره نیوکه وکړه او ویلي يې دي چې ملګرو ملتونو کې د روسیې محکومیت ته مثبته رایه ورکول، د افغانستان د ګټو خلاف عمل دی. ښاغلي جواد د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک ته د ښاغلي فایق له خوا مثبته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ځینې اوسیدونکي: د ټول ګډونه حکومت نه جوړول ناوړه پایله لري

د ارزګان ځینې اوسیدونکي وايي، د طالبانو له لوري د نړیوالو غوښتنې نه منل او د ټولګډونه حکومت نه جوړول به ناوړه پایله ولري.  د دې ولایت یو تن مدني فعال جمع ګل همت ازادي راډيو ته وویل: "له هغه وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، نو ورسره د خلکو اقتصاد کمزوری شو ، ګڼو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې، لامل یې دا ګڼم چې طالبانو د ټوپک په زور پر افغانستان ولکه ټینګه کړه  او ټولګډونه حکومت یې نه دی جوړ کړی او د نړیوالو غوښتنې یې نه دي منلي." دی پر طالبانو سپارښتنه کوي چې کومې غوښتنې اسلام سره په ټکر کې نه دي، ژر تر ژر دې له نړۍ سره ومني. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د کور په کور پر تالاشۍ نیوکې؛ طالبان: ډېری وسلې لاسته راغلي

طالبان په داسې حال کې د کور په کور تلاشیو په بهیر کې د لاسته راوړنو خبره کوي چې په کور دننه او بهر له دې امله پرې نیوکې شوي. د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران د دغو تلاشیو د بهیر په اتمه ورځ  (جمعه) ازادي راډیو ته وویل: "په دې لړ کې زموږ امنیتي ځواکونو په زیاته اندازه وسلې لاسته ورغلي، تازه مو څلورمه حوزې سیمې کې یو کور نه ۱۰ امریکایي راکټ لانچر وویستل، پرون مو د دویمې حوزې اړوند سیمې نه له یوه کوره  ۷ ټانګونه وویستل." ښاغلی ځدران وایي، دوی ان د تلاشیو په بهیر کې له ځینو سیمو اختطاف شوي کسان هم ژغورلي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان کې د مذهب سپکاوي په تور د وژنو مخنيوی څنګه کېدای شي؟

د وزیراعظم عمران خان د مذهبي چارو سلاکار طاهر اشرفي د فبرورۍ پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې د خلکو له خوا د "مذهب سپکاوي" په تور د وژنو او نورو مذهبي کرکو او شخړو د مخنيوي لپاره دوی د پاکستان پر کچ د کمېټيانو پر جوړولو کار پیل کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

هند وايي افغانستان ته یې د غنمو دویمه محموله استولې

د هند د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې افغانستان ته یې د غنمو دویمه محموله استولې ده.  د دغه وزارت ویاند ارېندام باګچي په خپل ټوېټر لیکلي چې دوه زره ټنه غنم د امرتسر له اتاري بندره د جلال اباد په لور واستول شول او ژر به ورسېږي.   باګچي ویلي، دا دوه زره ټنه غنم له افغانانو سره د هند د ۵۰ زره ټنه غنمو د مرستې یوه برخه ده.   د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې هېواد یې له افغانانو سره خاصې اړیکې ته متعهده دی.  تردې مخکې د هند د مرسته شوېو غنمو له ډلې لومړۍ جوپه چې دوه نیم زره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان فعاله زهرا جویا د ټایم مجلې د کال د غوره ښځو لېست کې راغلې

افغان فعاله او خبریاله زهرا جویا د ټایم مجلې د کال د غوره ښځو په لېست کې راغلې.  ټایم مجلې پرون د ۲۰۲۲ کال په مخه د دولسو غوره ښځو نومونه او عکسونه خپاره کړي.  زهرا جویا چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بریتانیا ته تللې له رخشانه میډیا سره د کار په خاطر د ټایم مجلې د غوره ښځو په لېست کې راوستې.  هغه د رخشانه میډیا له لارې د افغان مېرمنو په وضعیت باندې راپورونه او ویډیوګانې خپروي. د ټایم مجلې د غوره ښځو په لېست کې د بشري حقونو وتلې مدافع امل کلوني او ځینې نورې ښځې هم شاملې دي.   ټایم مجلې لیکلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اټمي انرژۍ نړیوال اژانس د زاپروژا بټۍ اور اخېستو ته اندېښمن دی

د اټمي انرژۍ د نړیوال اژانس رییس رافایل ماریانو ګروسي په خپل ټوېټر لیکلي چې د زاپروژا بټۍ د اور اخېستو په اړه سخت اندېښمن دی.  هغه په خپل ټوېټر لیکلي چې د اټمي انرژۍ نړیوال اژانس د دې بټۍ حال له نږدې څاري او د جګړې په ښکېلو خواو غږ کوي چې اټمي بټیو ته له خطر پېښوونکو کړنو ډډه وکړي.   بېګا اوکرایني چارواکو وویل، روسي ځواکونو د اوکراین په خاوره زاپروژیا اټمي بټۍ هدف ګرځولې ده او دې بټۍ اور اخېستی.   د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د دې بټۍ په تړاو تازه له خپل اوکرایني سیال ولودمیر زلنسکي سره خبرې کړي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

افغان طالبانو يوازې مذهبي ترانو ته اجازه ورکړې

د پروسږکال په اګست مياشت کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پر موسيقۍ بنديز لګول شوی دی. طالبانو ويلي، يوازې د مذهبي ترانو اورېدو ته اجازه ورکوي. د دوی په وينا، د بهرنيو ځواکونو پرضد د جګړو پر مهال دغو ترانو د دوی حوصلې اوچتولې. دا مهال په افغانستان کې زیاتره وخت مذهبي ترانې تر غوږو کېږي.

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکو ډاډ ورکړی چې د زاپروژیا اټمي بټۍ اوس خوندي شوې

اوکرایني چارواکو ډاډ ورکړی چې د زاپروژیا اټمي بټۍ اوس خوندي شوې ده.  مخکې راپورونه خپاره شول چې دا بټۍ د روسي ځواکونو تر برید لاندې راغلې او اور یې اخیستی. ګواښ شوی وو که اور مهار نه شي او د دې بټۍ د چاودېدو لامل شي ښايي د چرنوبېل تر چاودنې لس چنده زوروره چاودنه وشي.  د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د دې بټۍ په تړاو تازه له خپل اوکرایني سیال ولودمیر زلنسکي سره خبرې کړي دي.  زاپروژیا د اوکراین لویه اټمي بټۍ ده چې د دغه هېواد له ټول ټال ۱۵ راکتورونه شپږ یې همدلته فعاله دي.


Научно-аналитический фонд «Гегард»

В Подмосковье отремонтировали дороги, ведущие к спортивным объектам

Бой Гончарова и Богатырёва в финале Гран-при ACA пройдёт 16 августа

Умер заместитель главреда агентства «Москва» Александр Малютин



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Вечером 10 июня Землю накроет усиливающаяся магнитная буря

Умер заместитель главреда агентства «Москва» Александр Малютин

Месяц чистоты и благоустройства завершился в Подмосковье

В Подмосковье отремонтировали дороги, ведущие к спортивным объектам

Музыкальные новости

Нижегородская область подала 18 заявок на конкурс малых городов

Из Якутии на Олимпиаду: Эксперты оценили вклад игр «Дети Азии» в большой спорт

Валерия Олюнина: Особенности армянофобии в России и Александр Артамонов. Армения и Ватикан

Америкой и Европой сенсационно управляет Гольфстрим. Научная сенсация!

Новости России

В Архангельске пройдет IV Межрегиональный фестиваль национальных культур «Гармоничная Россия»

Научно-аналитический фонд «Гегард»

Месяц чистоты и благоустройства завершился в Подмосковье

нету ни дома ни бабы

Экология в России и мире

Создание и продвижение КАНАЛА, ГРУППЫ или ЧАТА в WhatsApp, Telegram, Там Там и других мессенджерах.

Пошив костюма по индивидуальным размерам

Об отношении к русским в Азербайджане

«В девять лет я уже был очень любвеобильным». Актер Михаил Богдасаров вспомнил детство в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3  

Спорт в России и мире

Зверев и Рууд не пожали друг другу руки после полуфинала «Ролан Гаррос» – из-за проблем с желудком у норвежца

Алькарас стал победителем "Ролан Гаррос", обыграв в финале Зверева

Испанец Алькарас выиграл Открытый чемпионат Франции по теннису

Испанец Карлос Алькарас выиграл Открытый чемпионат Франции по теннису

Moscow.media

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Соцфонд выдал проактивно 3,2 млн сертификатов на материнский капитал

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Родители 308,9 тысячи детей в Московской области получают единое пособие

В Карелии арестовали учителя-педофила

Терминал сбора данных (ТСД) промышленного класса SAOTRON RT42G







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *