Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2022

Новости за 14.06.2022

Mashaalradio.com 

افغانستان له زمبابوې د ۲۰ اووریز کرکټ درېواړه سیالۍ وګټلې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په يوه بله شل اووریزه کې په ماتې ورکولو سره د دې لړۍ دریواړه سیالۍ وګټلې. د جون په ۱۴مه په هرارې کې شوې دې سیالۍ کې لومړی افغانستان بیټينګ وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د اتوو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۲۵ رنزونه وکړل. زمبابوې دا هدف پوره نه شو کړلی او په ۲۰ اوورونو کې یې ۹۰ رنزونه جوړ کړل.  د افغانستان لخوا نور احمد لکڼوال په ۴ اوورونو کې یوازې لس رنزونه ورکړل او د زمبابوې ۴ لوبغاړي یې اوټ کړل. نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی وګڼل شو. نجیب الله ځدراڼ په دې سیاليو کې ۱۰۳... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د جوړو د ډله ایز واده جشن

په کابل کې د جوړو د ډله ایز واده جشن لسګونو ځوانانو او پیغلو چې چې اقتصادي ستونزې لري او دواده د ځانګړو مراسمو د ترسره کولو توان نه لري ، ددوشنبې په ورځ کابل کې دواده ډله ایز مراسم ترسره کړل. دغه مراسم دافغانستان د پارلمان دیو پخواني غړي په لګښت ترسره شول.

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د امريکا ولسمشر سبا سعودي عربستان ته سفر وکړي

ټاکل شوې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن سبا او بل سبا د سعودي عربستان له پاچا ملک سلمان او د دغه هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره خبرې وکړي. په دې اړه د عربستان دولتي رسنیو راپورونه ورکړي دي. ښاغلی بایډن د خلیج د عرب هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره سبا عربستان ته ځي. تمه کېږي د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د اردن پاچا ملک عبدالله او د عراق صدر اعظم مصطفی الکاظمي هم ګډون وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو کورنيو چارو وزارت: د کابل په اتمه ناحيه کې چاودنه شوې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل په اتمه ناحیه کې نن چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې. د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ویلي، منفجره مواد په یوه ګلدانۍ کې ځای پر ځای شوي وو. که څه هم طالبانو ویلي، چې د کابل په ګډون یې په ټول افغانستان کې خوندي امن برابر کړی، خو دا ډول پېښو وخت نا وخت خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Mashaalradio.com 

کابل کې د ۷۰ جوړو پر يو ځای ودونه شوي

په کابل کې د جون پر ۱۳مه د شاوخوا ۷۰ جوړو یو ځای ودونه وشول. د دې ودونو جوړوونکي وايي چې زياتره خلک مالي مشکلات لري او یوازې پر خپل مټ د واده کولو توان نه لري نو ځکه یې اجتماعي ودونه جوړ کړل. په دې اړه د اې ایف پي خبري اژانس دا ویډیو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

بهر کې د تېر حکومت د يو شمېر چاواکو د جايدادونو په اړه د وال سټريټ ژورنال راپور غبرګونونه پارولي

د والسټریت ژورنال په راپور کې د خالد پاینده ترڅنګ د تېر حکومت د ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال دوستم، د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور، د ماليې د پخواني وزیر اکیل حکیمي او د اقتصاد د پخواني وزیر مصطفی مستور د جایدادونو په اړه  معلومات خپاره شوي دي. وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې تازه راپور ورکړی چې د تېر جمهوري حکومت یو شمېر لوړ پوړو چارواکو د طالبانو په لاس د نظام له سقوط مخکې د امریکا په ګډون په بېلابېلو هیوادونو کې قیمتي کورونه اخیستي چې اوس په کې ژوند کوي. وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې دغه راپور د مرکو او اسنادو پر بنسټ برابر کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

استراليا فوټبال لوبډلې د ۲۰۲۲ فوټبال جام سياليو ته لار پيدا کړه

د استرالیا فوټبال لوبډلی د پیرو له لوبډلې څخه د تېرې شپی لوبې په ګټلو سره د قطر ۲۰۲۲ فوټبال جام سیالیو ته لار ومونده. د استرالیا او پیرو فوټبال لوبډلو ترمینځ د تېرې شپې لوبه چې وروسته بیا له پنالتۍ ګولونو سره یی دوام وکړ، د استرالیا لوبډلې ګول ساتونکی اندریو ریدماین وکړای شول د ډېرو لوبغاړو له شوټونو څخه دفاع وکړي او په دې توګه یی بریا د استرالیا په برخه کړه. د تېرې شپې په بریا سره استرالیا ۳۱مه لوبډله شوه چې د قطر ۲۰۲۲ کال فوټبال جام سیالیو ته یې لار پیدا کړه او په دې ګروپ کې د فرانسې، دنمارک او تونس په کتار کې راغله. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طرزي فوټسال سیالیو جام دویم پړاو سبا په کندهار کې پیلیږي

د بدنی روزنې او ورزش ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د فوټسال دا ولایتي سیالۍ چې د تېرې اونۍ د چهارشنبی په ورځ پیل شوې وې، نن د عرفان او مهتا لوبډلو او دا راز حیدري او نثار لوبډلو ترمنځ په دوو سیالیو سره پایی ته ورسیدې. له ۲۵ لوبډلو چې د دغو سیالیو په لومړي پړاو کې یې ګډون کړی وو، دولس لوبډلی یې وتوانېدې چې د ډېرو امتیازونو په ګټلو سره د جام دویم پړاو ته لار ومومي.

Pa.azadiradio.com 

افغان فوټبال ملي لوبډله د کمبوديا له لوبډلې سره د سيالۍ ډګر ته ښکته شوې

د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لار موندلو په روانو سیالیو کې، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د کمبودیا لوبډلې سره د سیالۍ لپاره د لوبې ډګر ته ښکته شوې. دا لوبه نن د افغانستان په وخت د مازدیګر په څلورو بجو پیل شوې او د دې خبر تر لیکلو تر اوسه هیڅ یوې لوبډلې ګول نه دی وهلی. د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لار موندنې په هدف په روانو سیالیو کې، تېره اوونۍ له هانکانګ او هند سره لوبې وکړې او دا دواړه لوبې یې دوه د یو په وړاندې بایلودې. که څه هم چین د اسیا ملتونو جام... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرايني چارواکي: روسي ځواکونو د سيورودونيڅک ښار پر ډېرو برخو ولکه ټينګه کړې

اوکرایني چارواکي وايي، روسي ځواکونو د اوکراین د سیورودونیڅک ښار پر ډېرو برخو ولکه ټینګه کړې، خو د دغه ختیځ ښار په لیرې پرتو سیمو کې سختې جګړې روانې دي. په همدې حال کې کییف د عصري وسلو لپاره خپله احساساتي غوښتنه بیا تکرار کړه، چې په مرسته یې وکړای شي، په اروپا کې تر ټولو سختې جګړې په وړاندې مقابله وکړي. د اوکراین د دفاع وزارت ویاند اولیکساندر موتوزیانیک پرون ویلي چې روسیې په سیوردونیڅک کې زیات پلونه ویجاړ کړي خو لا هم کوڅه پر کوڅه جګړه روانه ده.

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان او تاجکستان د ځواکونو ترمنځ نښته کې يو تاجکستانی سرتېری وژل شوی

د قرغزستان او تاجکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ په وسلواله نښته کې د تاجکستان یو سرتېری وژل شوی دی. د قرغزستان سرحدي ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، ډزې لومړی د تاجکستان له خاورې نن سهار پیل شوې. د قرغزي چارواکو په خبره، د دوی سرحدي ځواکونو په ځوابي اقدام کې د تاجکستان پر لوري ډزې پیل کړې، خو د مرګ ژوبلې په باب یې څه نه دي ویلي. د تاجکستان چارواکو لا په دې اړه جزییات نه دي ورکړي، خو د ازادۍ راډیو د تاجکستان څانګې د یوې محلي سرچینې په حواله خبر ورکړی، چې د تاجکستان یو سرحدي سرتېری وژل شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې درېيمه شل اوريزه سيالي پيل کړه

د زمبابوې د پلازمېنې په هرارې میدان کې د نننۍ لوبې پچه یا ټاس افغانستان وګاټه او د بټنګ کولو پرېکړه یې وکړه. د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبغاړي د دې مسابقې لپاره هر ډول چمتووالی لري. افغانستان خپلې تېرې دوې شل اووره او درې پنځوس اوره لوبې له دغه هېواده ګټلې دي.

Pa.azadiradio.com 

خلک: د نورستان د نورګرام ولسوالۍ په يوه ځنګل کې اور لګېدلی

د نورستان اوسېدونکي وايي د نورګرام ولسوالۍ تیتین دره کې له دوو ورځو د نښترو او ځنغوزیو ځنګل کې اور لګېدلی چې دوی یې د مړه کولو هڅه کوي. په سیمه کې یوه قومي مشر مولوي غلام سخي ازادۍ راډیو ته وویل، شا و خوا سل ځوانان د اور د مهارولو لپاره لاس په کار شوي. تر دې مخکې هم د نورستان نورګرام ولسوالۍ، د کونړ او خوست په ځینو ځنګلونو کې اور لګېدلی و.

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: له ۲۴ ميليونه ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتيا لري

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې دا مهال ۲۴ ميلیونه او ۴ لکه انسانان چې د خوړو د نه خوندیتوب له ستونزې سره لاس و ګرېوان دي، بشري مرستو او خوندیتوب ته اړتیا لري. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ نن په یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې د ميلیونونو انسانانو د ژغورنې لپاره بشري مرستې حیاتي اهمیت لري. دغې ادارې ویلي دوی له کډوالو سره هم خپل پیوستون ته دوام ورکوي.

Pa.azadiradio.com 

جرمني: د مسافر وړونکو الوتنو شمېر زیات شوی

د جرمني د هوایي چلند اداره د مسافر وړونکو الوتنو د زیاتوالي خبر ورکوي او وایي، نږدې ده چې د الوتنو کچه د ۲۰۱۹ کال په نړۍ کې د کورونا وبا تر خپرېدو مخکې کچې ته ورسېږي. د هغو نویو شمېرو له مخې چې نن سې شنبې خپرې شوي، د جرمني د هوایي چلند سکتور په چټکۍ سره په نړۍ کې د کرونا وبا له خپرېدو مخکې کچې ته رسېږي. د جرمني د ډي پي اې آژانس د راپور له مخې د جرمني عملیاتي فراپورټ ادارې د سې شنبې په ورځ وویل، چې د جرمني تر ټولو لوی د فرانکفورټ نړیوال هوايي ډګر ته د الوتنو شمېر په تېره مې میاشت کې له خپرې شوې کورونا وروسته تر ټولو لوړ حد ته رسېدلی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

څېړنه: نړۍ کې د هوا ککړتیا د انسانانو ژوند دوه کاله رالنډ کړی

د یوې نوې څېړنې نتیجه ښيي، چې که په نړۍ کې د هوا ککړتیا له هغه حده سره چې د روغتیا نړیوال سازمان ټاکلی، برابره شي انسانان په متوسط ډول دوه کاله زیات عمر کولای شي. د هوا د ککړتیا په اړه د یوې ترسره شوې څېړنې نتیجه ښيي، چې په هوا کې مایکروسکوپي ککړې ذرې چې په سترګو نه لیدل کېږي او د فوسیولي سوند موادو د سوځولو له امله خپرېږي، په نړۍ کې د خلکو ژوند دوه کاله رالنډ کړی دی. دغه څېړنه د شیکاګو پوهنتون د انرژۍ د پالیسۍ انستیتوت ترسره کړې او وایي، په ټوله جنوبي آسیا کې به یو سړی پنځه کاله زیات عمر وکړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د افغان نجونو د زده کړو پر موضوع ټینګار وکړ

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېشنرۍ مرستیالې کیلي کلیمنتس افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د نجونو د زده کړې پر موضوع ټینګار کړی دی. د لسم ټولګي زده کوونکې پښتنه په خپل ښوونځي پسې خفه ده، خو وایي لا هم تمه لري چې واکمن نظام یعنې طالبان به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي. دا چې په کابل کې ژوند کوي وایي، د لوړو زده کړو هیله یې درلوده او د یوې ښې دندې درلودل یې ارمان و. هغه زیاتوي: "زه خفه، مور او پلار مې خفه، ځکه چې زه زده کړو ته نه پرېښودل کېږم، زه هره ورځ په دې هیله د تلوېزیون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: روسي او ترکي کمپنیو د برښنا تولید برخه کې د پانګونې وړاندیزونه کړي

طالبان وايي، روسي او ترکي کمپنۍ غواړي چې په افغانستان کې د برښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي. د طالبانو حکومت د اوبو او برښنا وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د خمیس مخیانوف په نوم د یوې روسۍ کمپنۍ استازي د یاد وزارت له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، دوی غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي او د ډبرو له سکرو څخه برښنا تولید کړي. د اوبو او برښنا وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي، دا شان د ایمین الکترسیتي په نوم د یوې ترکي کمپنۍ مسوولانو هم د یاد وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې دوی غواړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان سوداګر بهر ته د جلغوزیو صادراتو پر وړاندې له ستونزو شکایت کوي

د جلغوزیو صادرونکي بهر ته د صادراتو پر وړاندې له یو لړ ستونزو شکایت کوي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ځنغوزیو سوداګرو او صادرونکو د یادې خونې له مرستیال سره په لیدنه کې، له هغه غوښتي چې بهر ته د افغانستان د جلغوزیو د صادراتو په برخه کې رامنځته شوې ستونزې ور حل کړي. د جلغوزیو صادرونکي شکایت کوي، چې د ځمکې له لارې ګاونډیو هېوادونو ته د صادراتو برخه کې د ستونزو ترڅنګ، په وروستیو میاشتو کې د هوایي دهلیز له لارې بهر ته د جلغوزیو د صادرولو په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مثلث: ایا هند له طالبانو سره د اړیکو ټینګولو هڅه کوي؟

په وروستیو کې کابل ته د هند د یوه هیئت د سفر شاهدان وو. ورسره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل، چې هیله من دي هند ډېر ژر په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي. اوس به د پاکستان چې د هند سرسخت رقیب دی، رول څه کېږي؟ د دې اوونۍ په مثلث پروګرام کې احمد شیبر، ابوبکر صدیق او اسرار عالم مومند کې خبرې کوي.

Pa.azadiradio.com 

غفاري: طالبانو د ښځو او نجونو د بهترۍ لپاره خپلې ژمنې نه دي پرځای کړي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ مرستیالې افغانستان ته د سفر پر مهال د نجونو پر زده کړه ټینګار وکړ. کیلي کلیمینټس ویلي، په افغانستان کې میلیونونه افغان مېرمنې او نجونې په ټولنه کې مشارکت ته اړتیا لري. د میدان ښار له پخوانۍ ښاروالې، ظریفې غفاري څخه زموږ همکار د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه چې د نړیوالو له دومره غوښتنو سره- سره د ښځو او نجونو مشارکت ته ولې پام نه کېږي؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Mashaalradio.com 

د کراچۍ پوليسو د ورکو بلوڅانو لپاره مظاهره کوونکي فعالان خوشې کړل

د کراچۍ پوهنتون هغه دوه زده کوونکي کورونو ته رسېدلي چې د کورنۍ په وينا یې امنيتي ځواکونو د جون په اوومه وړي وو. دا کسان دودا بلوڅ او ګمشاد بلوڅ دي چې امنيتي ځواکونو یې په اړه هېڅ نه دې ويلي. د دودا بلوڅ ورور شهک الهي نن (د جون پر ۱۴مه) مشال راډیو ته تاييد کړه او ويې ويل چې ورور یې راخوشی شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې د دودا بلوڅ لپاره په کراچۍ کې مظاهره کوونکي هغه کسان هم خوشې شوې دي چې پرون ماښام پولیسو نيولي وو. د دوی شمير ۶۰ تنه ښوول کېږي. د ورکو بلوڅانو د خوشې کولو لپاره مبارزه کوونکي سازمان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسي ځواکونو د اوکراین د سویرو دونېڅک ښار پر ډېره برخه ولکه ټینګه کړې

اوکرایني چارواکي وايي، روسي ځواکونو د ختیځ سویرو دونېڅک ښار د ټولو پلونو له الوځولو وروسته اوس د دې ښار پر ډېره برخه ولکه ټینګه کړې. د اوکراین د دفاع وزارت ویاند اولکساندر موتو زیانیک وايي، چې په ختیځ ښار سېویرو دونېڅک کې درنې جګړې اوس هم روانې دي خو نوموړي تایید کړه چې د روسيې پوځ د توغندیو د بېلابېلو ډولونو په ګډون، د ځواکمن توپچي قوت په مټ اوس د دې ښار پر مرکز ولکه ټینګه کړې ده. موتوزیانیک وویل، چې د روسي ځواکونو د پلیو قطعو سرتېرو ته په دې جګړه کې درانه تلفات اوښتي خو د توپچي او هوايي ځواک په مرسته لاهم پرمختګ ته دوام ورکوي. Читать дальше...


Глава Минфина Силуанов: За уход от НДФЛ грозит уголовная ответственность

День защиты детей масштабно отметили на выставке «Россия» в Москве

Песков: между Путиным и Мирзиеевым выстроилось доверительное общение

Москвичей предупредили о дождях до конца дня 2 июня



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

«Прохладный душ из шланга»: как животные Московского зоопарка спасаются в жару

Дочь Запашного госпитализировали в Москве после падения

Ташкент становится для Москвы точкой опоры – Астана проигрывает, уходя под Запад

Феникс и Афина: стало известно, как москвичи называют детей в этом году

Музыкальные новости

В Тульской области продолжается культурный проект «Классика: история и современность»

Благотворительный Вечер в «Геликон-Опера»: Искусство во Имя Добра

На ВДНХ открылась цифровая фотовыставка "Счастье. Материнство или карьера!?"

Концерт студии "Жерминаль"

Новости России

«Прохладный душ из шланга»: как животные Московского зоопарка спасаются в жару

Виновато ли дерево? Как подготовиться к новой волне аллергии из-за тополиного пуха

День защиты детей масштабно отметили на выставке «Россия» в Москве

Песков: между Путиным и Мирзиеевым выстроилось доверительное общение

Экология в России и мире

Секрет долгожителей Азии раскрыт: гастроэнтеролог Садыков рассказал о пользе красного риса

Конференция «Общество и психическое здоровье» прошла в Ставрополе

Дары природы в Hilton Seychelles Labriz Resort & Spa

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты

Спорт в России и мире

Теннисистка из Пятигорска вышла в четвёртый круг турнира Большого шлема

17-летний россиянин Даниил Саркисян разгромил Форбса из США на юниорском «Ролан Гаррос»

Ролан Гаррос. Расписание 2 июня. Потапова и Швентек сыграют первым запуском, Синнер – последним

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции

Moscow.media

Дизельный, рамный, с блокировками. Новый внедорожник скоро появится в России

Торжественное возложение цветов к памятному знаку «Юным героям — партизанам и подпольщикам» в Феодосии

РОССИЮ ОЖИДАЕТ ПЛЮС 50 ГРАДУСОВ: КАКИМ ГОРОДАМ ЖДАТЬ АНОМАЛЬНУЮ ЖАРУ

Для строительства участка Приморского кольца в Калининградской области ищут подрядчика







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *