د کرکټ په نړيوال جام کې سبا افغانستان له هندوستان سره لوبه کوي
د ٢٠١٩ میلادي کال د کرکټ نړيوال جام د سياليو په لړ کې سبا افغانستان له هندوستان سره مسابقه کوي.
د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو به دغه مسابقه د انګلستان د ساوټ امپټُن په لوبغالي کې وشي.
افغانستان چې په دغه نړيوال جام کې يې خپلې تېرې ٥ مسابقې بايللي، د جدول په پاى کې دى.
خو هندوستان چې له څلورو مسابقو يې ٣ ګټلي، يوه يې د باران له کبله نه ده شوې.
د کرکټ نړيوال جام د مسابقو په لړ کې نن د ماسپښين پر دوو بجو د انګلستان او سريلانکا ترمنځ مسابقه کېږي.
دغه مسابقه به د ليدز په لوبغالي کې وشي.