Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

لوبغاړي: په پکتیا کې د کرکټ معیاري لوبغالی او اکاډمي نه لرو

په پکتیا کې د کرکټ لوبغاړي او مینه وال وایي، دې ولایت کې لا هم د کرکټ د لوبغاړو لپاره منظم معیاري لوبغالی او تمرین ځای نه دی جوړ شوی.


دوی د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي له دې ولایت سره په توپیري چلند تورن کړل او زیاتوي له پکتیا والو سره ژمنه شوې وه چې دې ولایت کې به د زون په کچه په نړیوال معیار برابر لوبغالی جوړیږي، خو په ټکو یې تراوسه ورته په یوه هوار میدان له کرل شوي چمن پرته نور هېڅ هم نه دي جوړ شوي.


۱۹ کلن عبدالعزیز وفا له تېرې یوې لسیزې راهیسې پکتیا کې د کرکټ لوبه کوي وایي، غواړي په لوړه کچه کرکټ لوبو ته ځان ورسوي، خو د معیاري لوبغالي او د تمرین ځای د نشتوالي له امله یې تر اوسه دا هیله نه ده پوره شوې.


وفا زیاته کړه: "تر اوسه اکاډمي نه لرو، یوازې زه نه بلکې ټول لوبغاړي همداسې هیله لري، خو کرکټ بورډ ورته پام نه دی کړی."




په پکتیا کې د کرکټ پر لوبې تبصره کوونکی او پخوانی لوبغاړی حقمل مسعودزی وایي، پکتیاوالو لوبغاړو د کرکټ میدان دغې پروژې ته د یوې نړیوالې پروژې په سترګه کتل، خو خبر نه و چې کرکټ بورډ ورته د یوې ولسوالۍ په کچه تش چمن رغولی.


دی وایي، د دې میدان لپاره ځانګړې شوې بودجه هم په مکمل ډول نه ده لګول شوې: "لوبغالي کې یې غیر معیاري چمن کرلی نور هېڅ نه دي شوي، په پیل کې دغه لوبغالي لپاره ۷ سوه پنځوس زره امريکایي ډالر ځانګړي شوي وو، خو په ۲۰۱۵ کال کې د چارو پیل پر مهال کرکټ بورډ یې ۲ سوه او ۳۳ زره ډالره لګښت اعلان کړ."


د کرکټ لوبغاړي، څارونکي او مینه وال له کرکټ بورډه غواړي چې نه یوازې دوی ته معیاري اکاډمي او په نړیوال معیار برابر لوبغالی ورغوي، بلکې دې پروژه کې شوی فساد هم وڅېړي.


ازادي راډیو د خلکو او لوبغاړو دغه شکایتونه د افغانستان د کرکټ بورډ له ویاند فرید هوتک سره شریکول غوښتل خو له تېرو شپږو ورځو راهیسې ښاغلي هوتک اړیکه ځواب نه کړه.




په پکتیا کې د کرکټ ولایتي استازي بخت زرملوال رسنیو ته وویل چې د خلکو او لوبغاړو دغه غوښتنې او ستونزې یې په ځلونو له مسؤلینو سره شریکې کړي، خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.


دی وايي: "دوی په خپل پلان کې هم لري، د انجنيري يو ټيم یې هم رالېږلی وو، کوم ضرورتونه چې د ترميم په اړه وو هغه يې له ځان سره وړي او موږ ته يې ډاډ راکړی."


د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د پکتیا ولایتي شورا، مدني فعالانو او د کرکټ لوبغاړو په پکتیا کې د کرکټ بورډ سیمه ییز دفترهم له دې امله وتاړه چې له دوی سره توپیري چلند کېږي او غوښتنې یې نه اورېدل کېږي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *