سوداګرۍ او پانګونې خونه: سوداګر دې د وارداتي توکو بیې راکمې کړي
د افغانۍ پر وړاندې د امریکایي ډالرو د بیې راټېټېدو سره سم د سوداګرۍ او پانګونې خونې له افغان سوداګرو غوښتي چې هېواد ته د وارداتي توکو بیې راکمې کړي.
په هغه اعلامیه کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري خپره شوې له سوداګرو او پرچون پلورونکو غوښتنه شوې چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو بیې ښکته کېدو ته په پام سره دې د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم راټیټې کړي.
په شهزاده سرای کې د صرافانو ټولنې پرون د یوه ډالر بیه له ۹۴ تر ۹۵ افغانیو پورې اعلان کړې وه.