بایډن د امریکا او جنوبي کوریا د ګډې اټومي مانورې په اړه خبرې رد کړې
د امریکا ولسمشر جو بایډن دا خبره رد کړه چې ګنې د امریکا متحد ایالتونه له جنوبي کوریا سره د ګډې اټومي مانورې په اړه خبرې کوي.
پرون د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول له چوسان ایلیو ورځپاڼې سره مرکه کې وویل، له امریکا سره د یوې ګډې پوځي مانورې د کولو پر امکان په خبرو بوخت دی.
هغه همدا راز ویلي چې په دې مانوره کې به د اټومي وسایلو په شمول له راز راز جنګي وسلو څخه کار واخیستل شي.
ده د دې مانورې موخه د مخنیوونکو اقداماتو پیاوړتیا بللې ده.
خو د یون د مرکې له خپرېدو وروسته پرون خبریالانو په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر بایډن څخه د دې موضوع په اړه پوښتنه وکړه، ده په ځواب کې وویل، چې په دې اړه له جنوبي کوریا سره خبرې نه دي شوي.