ټاکل شوې د ترکمنستان ولسمشر سبا چین ته سفر وکړي
![ټاکل شوې د ترکمنستان ولسمشر سبا چین ته سفر وکړي](https://gdb.rferl.org/04020000-0aff-0242-763f-08daa833511d_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې د ترکمنستان ولسمشر سبا پنجشنبه چین ته سفر وکړي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هووا چنینګ پرون وویل، چې سردار بیردي محمدوف د چین د ولسمشر شي جینپنګ په بلنه په دوه ورځني سفر چین ته ځي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دې سفر په اړه نور جزییات نهدي ورکړي.