د نيوزيلنډ صدراعظمې په لنډه موده کې د خپلې استعفا خبر ورکړی
د نیوزیلند صدراعظمه جسیندا اردرن وايي، په راتلونکو څو اوونیو کې استعفا کوي.
هغې دا خبره نن په یوه کنفرانس کې وکړه او ویې ویل، د څلورو نورو کلونو لپاره د رهبرۍ اړینه انرژي نهده ور پاتې او هیلهمنه ده چې د کارګر ګوند لهخوا یو نوی کس صدراعظمۍ ته وټاکل شي.
د نیوزیلند ټاکنې په فبروري میاشت کې ترسره کېږي.
جسیندا اردرن په ۲۰۱۷ کال کې صدراعظمه شوه او په دې څه باندې پنځه کلنه دوره کې یې ځینو اقداماتو د نړیوالو پام ور واړاوه.
مېرمن جسیندا د کرایسچرچ د ترهګریز برید له امله د رامنځته شوي وضعیت د کنټرول او د ښځو او بشري حقونو د تامین لپاره د هڅو په خاطر د نړیوالو پام ور جلب کړ.
په ۲۰۱۹ کال کې یوه بریدګر د کرایسچرچ په دوو جوماتونو برید وکړ چې ۵۱ مسلمانان یې ووژل.
تر دې برید وروسته جسیندا اردرن د نیوزیلند له مسلمانانو سره څو واره وکتل او وروسته یې د وسلو د کنټرول قانون هم په چټکۍ تصویب کړ.