د مظاهرو د مخنيوي په خاطر ايراني ځواکونو د زاهدان ښار ته تللې لارې بندې کړي دي
د بشري حقونو یوه ډله وايي، د ایران امنیتي ځواکونو زاهدان ښار ته تللې لارې په دې خاطر بندې کړي چې نن په دغه ښار کې د مظاهرو مخه ونیسي.
په زاهدان کې چې د سیستان او بلوچستان ولایت مرکز دی، د تېر کال د سپټمبر له دېرشمې را په دې خوا هره جمعه مظاهرې کېږي.
د ایران امنیتي ځواکونو د تېر کال د سپټمبر په دېرشمه په زاهدان کې مظاهرهچیان وځپل او په لړ کې یې ګڼ شمېر مظاهرهچیانو ته مرګژوبله واړوله.
د ځینو راپورونو لهمخې، د سپټمبر په دېرشمه جمعه، چې خونړۍ جمعه یې بولي، شاوخوا ۱۰۰ تنه ووژل شول او سلګونه نور ژوبل شول.
د زاهدان مظاهرې هم د ایران د نورو سیمو د اعتراضونو په شان د پولیسو په بند کې د یوې ۲۲ کلنې پېغلې مهسا امیني وژلو کېدو وپارولې.