د طالبانو حکومت د سعودي له زندانونو د ۳۱۴ افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی
د طالبانو حکومت وایي، د سعودي په جدې ښار کې د دوی د جنرال کونسلګرۍ په هلو ځلو ۳۱۴ افغانان د سعودي له زندانونو ازاد شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د چهارشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، چې دغه افغانان د سعودي په عسیر، جیزان، الباحه، ابها، طائف تبوک او یو شمېر نورو زندانونو کې بندیان وو.
ضیا احمد زیاته کړې چې دوی هېواد ته د دغه شمېر افغانانو د راتګ زمینه هم برابره کړې ده، خو دا جزیات یې نهدي ورکړي چې څه وخت به خپلو کورنیو ته سپارل کېږي.
خبر کې دا هم نهدي ویل شوي چې، د بندي افغانانو جرمونه څه و، خو پخوا تر دې ګڼ شمېر افغانان په سعودي او نورو هېوادونو کې د سفر د قانوني اسنادو د نه درلودو له کبله بندیان شوي دي.